د پښتنوټولنیز ولسولیز
ګوند ( PSDP ) د مشر تابه دفتر
( دارالانشاء ) مشر ډاکتر شیر افضل ګردیوال د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله د جرمنی د دوسولدو
ف ښار په روغتون کې په 24.11.2007
نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ دمازیګر
په پینځه نیمو بجو لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی
انا لله وانا الیه راجعون
ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال په1949 ع کال کې د ننګرهار ولایت د مومندری د ولسوالی په ګردی غوث کې زېږېدلی ،لومړنۍ زده کړه ئې د ایمل خان په لیسه او منځنۍ زده کړی ئې په کابل کې د حمان بابا په لیسه کې ترسره کړی او لوړی زده کړی ئې د کابل د طب په پوهنځي او په المان کې د طب او د صنعتی کیمیا په څانګوکې پای ته رسولی دی . د جرمني په معتبرو روغتونونو کې يې د ډاکتر او د دوسلدورف په پوهنتون کی یی د استاد په توګه دندی تر سره کړی دی.
ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال د پښتنو ديوا ی، ابادۍ او سوکالی لپاره نه هیریدونکی او نه سټړی کیدونکی هلی څلی کړی او د پښتون ملت سر لوړی ، یووالی او پرمختیا ئې د ژوندموخه وه، چی تل به یاد ساتلی شی.
روح دی ښادوی .
دارواښادډاکتر شیر افضل ګردیوال دجنازی خبرتیا
دارواښاد
اکتر شیر افضل ګردیوال جنازه د یک شنبی په ورځ (25.11.2007) د جرمنی د مونشن ګلاډ بخ په ښار کې د افغانانو ( هجرت
جومات )کې دماسپښین په یوه بجه (13 بجو)په لاندی پته ادا کیږی
هجرت جومات
Karstr. 27
41068 Mönchengladbach
دارواښاد
جنازه به د چارشنبی په ورځ (28.11.2007) د ننګرهار ولایت د مومندری د ولسوالۍ په ګردی غوث کې په خپله پلرنی
هدیره کې خاورو ته سپارل کیږی .