هغه مېرمن چې ۶۲ ځلې يې واده كړى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15514
خاطره اسحاقزۍ
دخبریدو نیټه : 2007-11-30

 

د 1922 ميلادي کال د ډسمبر په 21 نيټه يوه ام يکايې مېرمن (ترز وان ) د محکمې په جلسه کې اعرتاف وکړ  چې د خپل ژوند په لړ کې يې دوه شپېته ځلې واده کړى دى او ددې اعتراف په کولو سره يې خپل نوم په  اجتماعې تاريخ کې ثبت کړ . ځکه چې د يوې ميرمنې لپاره 62 ځلې واده کول بې ساري دي ، نوموړې چې د خپل وروستي خاوند د شکايت لپاره محكمې ته تللې وه وويل واده کول د هغې عادت شوی دی او نشي کولاي تر څو ورځو او يا مياشتو له يوه خاوند سره ژوند وکړې که خاوند يې په خوښۍ طلاق ورنکړې نو د هغه په  ځورولو  پيل كوي  تر دې اعتراف وروسته زيات شمير اروا پوهان په داوطلابانه ډول د ميرمن (ترز ) د عادت څيړلو په لټه کې شو .