د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15615

دخبریدو نیټه : 2007-12-06

د هرات د تاريخي ښار د منارونو په سيمه کې د يوعمومي سړک شته والى داسې ستونزه وه چې هم يې د افغانستان دغه ا زښتناکه شتمني له ګواښ سره مخ کړې وه او هم ددې مانع ګرزيدلې وه چې د هرات لرغونى ښار د يونسکو د نړيوالو فرهنګي ميراثونو په لست کې شامل شي .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، د وزيرانو شورا او په خاص ډول د افغانستان د اسلامي جمهو يت جمهور رئيس په وار وار ددغه سړک د بنديدلو غوښتنه کړې وه  .

پرون د هرات د ښار د پتمنو اوسيدونکو  په غوښتنه او د هغه ولايت د مقام د هرات د ښاروالۍ او په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ګډون تصميم ونيول شو چې دغه سړک د عراده جاتو پرمخ وتړل شي .

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هرات د پتمنو وګړو دغه ملي پريکړه ستايي او هيله لري چې دې ته ورته حرکتونه به په ټول هيواد کې د افغانستان د فرهنګي شتمنيو د تخريب مخه ونيسي .