د سيستان جريدې دريمه ګڼه له چاپه راووتل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15722

دخبریدو نیټه : 2007-12-16

په هلمند کي د سيستان خپلواکي جريدې دريمه ګڼه هم له چاپه را ووتل ددغي جريدي مرستيال چلوونکى نويد احمد نظري وايې چي سيستان جريده په خپل مالي ګښت چاپوي او هيڅوک ورسره په دې برخه کي مرسته نه کوي .

نوموړي زياته کړه چي په سيستان کي بيلا بيل روغتيايې ، ادبي ، ديني ، او نور معلومات خپروي  او وايې چي که چيري يې په اقتصادي لحاظ ملاتړ وسي نو ښايې د چاپ موده يې له يوې مياشتي څخه پنځلس ورځو او  ياخو اونۍ ته راکښته سي ځکه په هلمند کي ليکولان زيات دي او چاپي خپروني ډيري کمي دي

دا په داسي حال کي ده چي په هلمند دامهال د بګړۍ په نوم  د يوې درې مياشتني مجلې تر څنګ بست  خپلواکه جريده ، هلمند دولتي  اخبار او داسي نورهم چاپيږي