انالله وانا اليه راجعون په اروپا کي د افغاني کلتوري او فرهنګي ټولنو د ګډي جرګې په نوښت او پرېکړه په اروپا کي دمېشت رون اندو ، ليکوالو ، شاعرانو ، سياست والو ، مخوروټولنيزوڅېرو او مېشتوټولو هيوادوالو له لوري دافغانستان د ستر ښوونکي ارواښاد علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د مړيني په وير کي د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر دوولسمه نېټه يکشنبې د ورځي پر دوو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار په ( Orient Palace ) کي د دعا اويادوني پراخه غونډه جوړيږي . په اروپا کي مېشت له ټولو هيوادوالو څخه په درنښت هيله کيږي چي دخدای بخښلي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد ملکوتي روح ته ددعا او د ستر استاد علمي ، ملي او هيوادنيو هڅو ته د درناوي په نيت په دې غونډه کي برخه واخلي . بېنوا ويبپاڼي د ښاغلي محمد عاشق غريب سره دغونډي په څرنګوالي په اړه مرکه کړې ده ، دلته يې واورئ .
Orient Palace
Vilbeler Land Str.36
60386Frankfurt – main
د مالوماتو لپاره ټيلفون شمېرې :
40806477-69-0049
95282388-17-0049