دبېنوا پاني او لیدونکو ته يې داختر د مبارکی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15758
محمدظریف عنایت زی تهران
دخبریدو نیټه : 2007-12-18

دبینوادښکلې اومینه ناکې پاڼې د نوچلونکو،دزړه له کومي سلامونه اوپیرزوینې مې ومنئ .
نیکمرغه لوي اختردې تاسواوجکړې ځپلوافغانانواود نړۍمی یونونو مسلمانانوته مبارک وي ،ورځ مواخترشپه موشب قدر.
دلوي اخترورځ،دخداي په لاره کې دسرښندنې، فداکارۍ، ربانۍ او پرنفس دغلبې دجوتې بیلګې ورځ،دحج په پرتمینومراسموکې دنړۍ د مسلمانانودوحدت اویووالي نندارې ته دوړاندې کولوورځ دې درته مبارکه وي . د پیرزوینوڅښتن تعالی ته ددعالاسونه لپه کووچې دغه ستراختردې ستاسواو ده افغان دخوښیوپيلامه شي . که څه هم اوس زموږپه هیوادکې دجنګ جګړواوورانیوله امله اختربې خونده دی خوخداي دې دغم ځپلواوکړیدلیوافغانانودوچوشونډودعاوې قبولې کړي ،لوي خداي دې نورستړې حوصلې دامن په ګوګل کې خوندي ګړي . له لوي اومتعال خداي څخه غواړو چې زموږدهیوادپه هیڅ یوه برخه کې نوردټوپک غږ وانه وریدل شي اونورنودباروتوتورې لوخړې پورته نشي نورافغان ،افغان ته دکرکې اوکینې په سترګه ونه ګوري نورنوپردي زموږلپاره لاره ونه ټاکي بلکې په هیوادکې موهرې خواته سوله اوثبات ټینګ اوپه افغانانوکې مینه ،دوستي،وروري ،دکرکې اوکینې ځاي ونیسي جګره اوتاوتریخوالی زموږله هیواده خپل توراوکرغیړن ټغردتل لپاره ورټول کړي ،پردیس افغانان له پردیوملکونوخپل هیوادته ستانه اوددې ګډکورپه بیاودانولوکې په ګډه ونډه واخلي . .
په هیوادکې ددایمي سولې اوسوکالۍپه هیله