د فاتحې اعلان
په یره خواښینی سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د هېواد د ښونې او روزنې وتلې فرهنګی څیره خداي بخښلی م عصومه عصمتی وردک په دې وروستیو کې د جلا وطنی پر مهال د فرانسې د لوموز په ښار کې په حق رسیدلې ده
انالله وانا اليه راجعون
دخداي بخښلی معصومه عصمتی وردک مړینه د هېواد د ښونې او وزنې په برخه کې یوه ستره تشه ده .خدای بخښلی ته جنت فردوس ، کورنۍ او دوستانو ته یې صبر جمیل غواړو .
اغلې معصومه عصمتی وردک د هېواد د بچیانو دروزنې او پالنې اود افغان میرمنو د روا حقونو د خوندیتوب په برخه کې د پام وړ تل پاتې ارزشتناک او نه هیریدونکی خدمتونه تر سره کړی دی . نوموړې په ټولو دولتی او نادولتی دندو کې له پوره ایمانداری ، اخلاص او صداقت نه کار اخیستی واو د خپلو مثبتوملی هڅو له امله
یې د هر افغان په زړه کې د مینې ځای پیدا کړی دی .
اغلې م عصومه عصومه عصمی وردک د خپلې پوهې ، علمیت ، زیار او نوښت له امله د ښونکی له دندې څخه د وزارت تر م ام رسیدلې وه او د ژوند تر وروستی ګړۍ پورې یې خپل هېواد اوهېوادوال هیر نکړل .
د خدای بخښلی معصومه عصمتی وردک د نارینه وو د فاتحی مراسم دروان کال د جدی دمیاشتې په ۵ نیټه د چهارشنبې په ورځ د غرمې له ۱:۳۰ څخه ۳ بجو پورې د عیدګاه به جامع جومات او د ښځینه وو د فاتحې مراسم په همدې ورځ او ساعت د نوی ښا د فاتحې په صالون کې د پوهنې او ښځو د چارو د وزارتونو ، د غازی محمد جانخان د علمی او مشورتی ټولنې ،یو میر دولتی او غیردولتی ادارو، ټولنیزو سازمانونواو د خداي بخښلی د زوی یما وردګ ، کورنۍ او خپلوانو له خوا پرځای کیږی .