شپږم ستوری
د علامه استاد رشاد د ناچاپو اثارو په اړه يو وړانديز
د ارواښاد استاد علامه پوهاند رشاد(( د پښتنو د کلتور او ادب شپږم ستوري )) په قلم کښل شوي ټول اثار زموږ د هېواد د علم او ادب هغه شتمنه پانګه او خزانه ده چې چې هره پاڼه يې د استاد د زړه په وينو کښله شوې او هره کرښه يې د وطن د تاريخ ، کلتور او ادب بېلابېل تياره اړخونه روښانوي .
( علامه رشاد اوانځور )
د استاد چاپ او ناچاپ اثار اوس د افغانستان د فرهنګ د تاريخ پاڼې دي او په ټولو افغانانو پورې اړه لري . په تېره بيا د استاد له غمجنې مړينې وروسته ، د افغانستان د کلتور او خپله د ارواښاد استاد د سپيڅلي شخصيت او ارزښتمنو اثارو له مينه والو سره دا وېره راپيدا شوې چې خدای مه کړه، دغه اثار د زمانې سيلۍ او ناباوره توپانونه ضايع نه کړي .
د دغو اثارو هره پاڼه ، هره کرښه موږ ته له سرو زرو، له الماسو هم ډېر ارزښت لري او له همدې کبله د افغان فرهنګ د هر لاروي دنده ده چې د ساتنې او خپرونې لپاره يې تلوسه ولري او په دې اړه د خپلو وړانديزونو د سره شريکولو په څنګ کې، د دغو اثارو د ساتنې، چاپ او خپرېدنګ يوه ګډه ستراتيژي جوړه کړي . د همداسې يو ستر او مهم کار د تر سره کولو لپاره خپل وړانديزونه په دې توګه ستاسو مخې ته ږدم :
١ . د استاد د ناچاپو اثارو د چاپ له پاره دې بيړني تدبيرونه ونيول شي . زه وړانديز کوم چې د دغو اثارو ، چاپ ته د چمتو کولو لپاره دې په ملي کچه دغه پنځه کسيز علمي کميسيون جوړ شي :
_ استاد عبدالله خدمتګار بختانی
_ استاد حبيب الله رفيع
_ سرمحقق زلمی هېوادمل
_ ښاغلی محمد معصوم هوتک
_ ډاکټر طارق رشاد
٢ . د دغه علمي کميسيون په څنګ کې دې يو شمېر ځوان ليکوال او څېړونکي د چارو دسمون لپاره وګمارل شي .
٣ . د اثارو د چاپ د لګښتونو د برابرولو لپاره دې دياد شوي علمي کميسيون تر نظر لاندې يوه مالي کميټه جوړه شي .
٤ . د استاد د اثارو د چاپ مينه وال بې له شکه چې زيات دي، خو د دغو کتابونو د چاپ د جدي اړتيا په څنګ کې دا د تبرک يو کار هم دی او له همدې امله ښايي زيات شمېر افغان فرهنګپال او افغاني کلتوري ټولنې په دغه تبرک کې د ونډې لرلو مينه وال وي . پرېږدئ چې ټول په دغه ملي _ علمي وياړ کې وانډه واخيستی شي، د همدې لپاره وړانديز کېږي چې هر څوک خپله ونډه د بېنوا ويبپاڼې له لارې اعلان کړي چې ژر تر ژره دغه مهم کار پيل شي .
٥ . د استاد د ناچاپو کتابونو په څنګ کې، د هغوی يو شمېر چاپ کتابونه هم اوس ناياب دي او د قلمي نسخو ارزښت يې پيدا کړی دی ، له همدې کبله لازمه ده چې ياد شوی کميسيون د هغوی د چاپي نايابو اثارو د بيا چاپ کار هم تر سره کړي .
دا د استاد د يو شاګرد او د افغان کلتور او ادب د يو شاګرد په توګه زما وړانديزونه وو . له درنو پوهانو او ګرانو دوستانو څخه هيله کوم چې په دې اړه خپل بشپړونکي نظرونه ورسره مله کړي او په دې توګه په دغه ارزښتمن کار کې خپله ونډه واخلي .
په مينه او درنښت