سندرغاړې پروين مړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1616

دخبریدو نیټه : 2004-12-08

کابل : ١٣٨٣ ، د ليندۍ ١٨

د افغانستان يوه له لومړنيو ښځينه سندرغاړو ، ميرمن پروين ، په کابل کې د څو اتيا کلونو په عمر مړه شوه .

ميرمين پروين په ١٣٢٠ مو کلونو کې د سندرو په ويلو پيل وکړ . دې په لسگونو سندرې د افغانستان راډيو ته ثبت کړې .

ميرمن پروين په فلم کې هم د يوې لوبغاړې په توگه کار وکړ .

دوه کاله وړاندې يې په دري فلم (( نيلوفر در باران )) کې يو وړوکى رول ولوباوۀ .