د حاجي فضل الربي صميمي د مړيني په اړه د غمرازۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16163
باوري
دخبریدو نیټه : 2008-01-16

په وير او ډير غم خبر شولو چي د هېواد يو رښتيني خدمتګار ، روڼ اندۍ او د روزګان ولايت  اولس پال شخصيت حاجي فضل الربي صميم ي  د دې نيمګړۍ دنياګۍ نه سترګي پټي کړې . انا الله انا اليه راجعون
خدای بخښلۍ  استاد فضل الربي  صميمي د يو ه رښتيني  هېواد پال په توګه د ١٣٤٨ لمريز کا ل  څخه تر ١٣٦٧ لمريز کال پوري  د خپلي سيمي  دنو رو روڼ اند  په څيرد اولس چوپړ ته ودرېدۍ . په ټولو چارو کي  سپېڅلۍ ، رښتينۍ  او مينه ناک وو .  د زدکړو پر مهال يې  د ښوونکو او زدکونکو زړونه خپل کړي وه ، د اداري کار پر مهال يې د اولس رايه تر هرڅه ا زښتمنه ګڼل ، او په سياسي چارو کي يې رښتينوالۍ د هر چا لپاره مثال او بيلګه وه . څه ناڅه شل کاله يې رښتيني  سياسي  هڅي وکړې ، خو هغه مهال يې  د خپلو هڅو دالړۍ  غوڅه کړل چي د روزګان ولايت د والي په توګه وګمارل شو ، خو داداري او سياسي چاروبهير  د ده د غوښتني خلاف  لورۍ درلود ،  ځکه يې د  ولايت څوکۍ  پريښودل او د هغه مهال د واکمنۍ له سيمي ليري  د خپل اولس تر څنګ ودرېدۍ .
د هېواد زيات شمير روڼ اندي او په ځانګړي توګه د روزګان ولايت ميشت اولسونه  ، دخدای بخښلي فضل ربي  صميمي د کار او هڅو  ستايني کوي اوهغه  ته د زړه له کومي  د يوه  لوړ  شخصيت  په سترګه ګوري ، هغه د يوه زړه سواند ملګري  او د دندو پر م هال د سپېڅلي  انسان  په نوم يادوي   .
 د روګان ولايت يو روڼ اندۍ ښاغلۍ عبدالشکور نورزئ د خدای بخښلي فضل الربي صميمي  د نورو زياتو خدمتونو تر څنګ  د هغه مهال يادونه کوي چي  د روزګان ولايت مرکز ترين کوټ په    ١٣٦٨  لمريز کال  دکابل واکمنو دکنترول او واکه  وه ايستل شو او د سيمه ايزو تالانګرو او خپلسرو توپکيانود قهر څپو ته ولوېدۍ . هغه مهال په  ترين کوټ کي د ميشتو کورنيو ژونداو مال  هيڅ حفاظت او مصونيت نه درلود ، هر قوماندان د اولسي وګړو د وژلو ، او د هغوۍ د مال د لوټلو کار او چاري خپل حق ګڼۍ ، چي يوه بيلګه يې  د څلورو سوو تنو هغو مامورينو او افسرانو يوځايې وژل او تير باران کول وه ،  چي  د هېواد د نورو ولاياتونو څخه  تيرين کوټ ته  د  دولتي دندود اجراکولو لپاره راغلي او په تيرين کوټ کي م يشت ول .  دا يوازي د خدای بخښلي فضل الربي صميمي اولسي واک او  ځواک وو چي تر خپل نفوذ لاندي سيمه يې  د ترين کوټ  د ميشتو کورنيو  لپاره  يوه ډاډمنه او د امن سيمه وګرځول ، هغه مهال يې  د ترين کوټ د سګونو کورنيو او د سلګونو انسانانو د ژوندي ساتلو لپاره  خپل ځان ته  د مرګ تر برېده خطر ومنۍ او د زرګونو بېوزلو انسانانو ژوند يې وژغورۍ .
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې  د خدای بخښلي فضل الربي صميمي  م ړينه  د هېواد روڼ اندو او په ځانکړي توګه د روزګان ولايت اولسونو ته يوه نه جبرانېدونکې پيښه بولي  ، او په دې ستر غم کي ځانونه شريک ګڼي ، د لوۍ څښتن  ( ج ) له حضوره د هغه متوفی  سپېڅلي روح ته د فردوس جنت  دعا کوي او  کورنۍ ، دوستانو او ټولو ملګرو ته يې د رب العزت ( ج ) څخه د زړه صبر غواړي .

 امين يارب العا مين
 د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب