د(( لوى غر )) په نامه له لوګره يوه نوې پښتو سياسي ، ټولنيزه او فرهنګي وېبپاڼه پرليکه شوه.
په دې وېبپاڼه کې بېلابېلې سياسي، ټولنيزې، فرهنګي ، اقتصادي او حقوقي ليکنې خپريږي. (( لوى غر)) وېبپاڼه د يو شمېر لوګر ميشتو فرهنګيانو له خوا سمباليږي. تر دې مخکې له لوګر ولايت نه د ((لوى غر)) په نامه يوه مهالنۍ هم خپرېده، چې تر دوو ګڼو وروسته يې خپرېدا وځنډېده. لوى غر وېبپاڼه د ضياء الحق رشيدي او د هغه د نورو فرهنګپاله ملګرو په هڅو تازه کيږي.
تاسې په دې پته لوى غر وېبپاڼې ته سرښکاره کولاى شئ: www.loighar.com