کندهار مجله (م. معصوم هوتک ته ځانګړې) چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16335
مطيع الله روهيال
دخبریدو نیټه : 2008-01-27


د کندهار مجلې د روان کال پرله پسې د يمه او څلورمه ګڼه چاپ سوه، د مجلې ډېری مضامين د پښتو د اوسمهال د تکړه ليکوال، محتاط څېړونکي او خوږ ژبي ژبپوه استاد محمد معصوم هوتک په باب دي، نوموړي مضامين د هيواد څخه دباندي او دننه ليکوالو ليکلي چي په لړ کي يې د ښاغلي هوتک علمي، ادبي او فرهنګي برياوي او هڅي څېړلي دي.
د کندهار مجلې اداره د لوی خدای څخه ښاغلي استاد هوتک ته د اوږده او سوکاله ژوندانه تر څنګ د همدغسي فرهنګي برياوو او هڅو غوښتنه کوي.