د علم او روحانيت يوممتاز مينا
ونړېد
د غزني ولايت د اندړوپه ولسوالي کي داسلامي فقهي د اسمان يوځلاند ستوري راولويد
په ډيره خواشيني س
ه مو خبر ترلاسه کړچي د اسلامي فقهي اوشريعت يوسترلارښود اوجېد استاداوديني شخصيت مولوي عبدلغفار چي د سردي
د مولوي صاحب په نوم يي شهرت درلود د ١١١ کالو په عمر د ورپېښي ناروغي له امله داندړو ولسوالي د سردي په کلي کي
د ١٣٨٦ کال د دلوي دمياشتي په نهمه نيټه له فاني دنيا سترګي پټي کړي
انا لله وانا اليه راجعون
خداي بښ
ي مولوي عبدالغفار صاحب دعربي فنونو دګڼو کتابونو پر ليکنه اوڅيړنه برسيره داندړو په ولسوالي د ٢٠٠٠ په
اوخواکي ديني شاګردان روزلي وو،اوله تيرو ٦٠ کلونو راهيسي يي د يودرانه او جيدعالم او مدرس په توګه دشلګر
په بيلابيلو مدرسو کي درس ورکاوه او همداراز يي د نوموړي سيمي په مشهوره او نوموتي مدرسه نورالمدارس کي
هم دمدرس په توګه دډيرو کلونو لپاره خپله سپېڅلي دنده پر مخ بيولي وه
ديادوني وړدې چي نوموړي دخپل ټول عمر
په دوران کي او دافغانستان په بيلابيلو شرائطو کي او د هر واکمن په وړاندي په جګ غږ او ستره مړانه يوازي
اويوازي د خپلي سپېڅلي دندي سره سم خپل نبوي ص رسالت اوپېغام دهيوادوګړو ته رسولي،او هيڅ ډول مصلحت او سياسي
تحميل ته يي غاړه نه ده ايښي،اوهمدارازلکه څرنګه چي يي ټول عمر په يوه غريبه اودينداره کورني کي ژوند کړي
وو په همدي غريبانه ژوندکي يي دژوند داحساس پېټې له اوږو څخه واړاوه
نومړي دډيرو درنومراسموپه ترځ کي د
سردي په اديره کي په ذکر شوي نيټه خاورو ته وسپارل شو
خداې بښلي مولوي صاحب ته د څښتن تعالي له بارګاه څخه م
غفرت غواړو او دنومړي درني کورني او دهغه ترسايه لاندي روزل شووشاګردانو ته دجميل صبر اوزغم حوصله
غواړو
روح دي يي ښاده وي