فلمي ستوري"سنجي دت" په مومبی کي واده وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16618
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-02-12


د هند د بالیوډ سینما وتلي ستوري "سنجي دت" نن د خپل هیواد په" مومبی" ښار کې له خپلي پخوانۍ ملګري ( مانیاتا) سره واده وکړ. د واده مراسم په خورا آرام چاپریال کې له ګنه ګوڼي پرته د سنجي دت په کور کې تر سره شول.سنجي دت همدا اوس د ناقانونه وسلو او چاودیدونکو توکو د قاچاق په تور د قاضیانو تر پوښتنو ګرویږنو لاندي دی. د هند یوې محکمې یو کال دمخه سنجي دت بند ته ولیږل او دمګړۍ په ضمانت خوشي کړای شوی دی.