په اروپا کې
د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام :
اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د ملي مصطلحاتو او ملي کلتور م دافع وي !
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې داولسي جرګې د ديني او کلتوري کميسيون د مشر په غوښتنه د اط
اعاتو اوکلتور وزير ښاغلی کريم خرم له دې کبله د استجواب غونډې ته غوښتل شوی دی چې ولې د دې وزارت له لورې د بلخ
ولايت پر يوه خبريال ټينګار شوی دی چې بايد د افغانستان د اساسي قانون له حکم سره سم ، ملي مصطلحاتو ته جدي
پاملرنه وکړي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په نظر ، دا هغه ګام دی چې د افغانستان د اطلاعاتو
او کلتور وزارت يې د اساسي قانون له مخې بايدواخلي . دغه وزارت مکلف دی چې د افغانستان دواحدو ملي مصطلحاتومدافع
وي او که يې په دې لاره کې ناغېړي وکړه ، د ملي پارلمان دواړه برخې يعنې اولسي جرګه او مشرانو جرګه يې بايد د
استجواب غونډې ته وروغواړي ،خو اوس داسې ښکاري چې د اساسي قانــــون د مــــوادو د رعايت په لاره کــې ، د
ملي ـــ افغاني کلتور د ساتنې په لاره کې پر ټينګار ترې پوښتنه کېږي او دا موږ ټولو ته د حيرانتيا ځای
دی !!
موږ د مشرانو جرګې او اولسي جرګې له ټولو درنو غړيو غوښتنه کوو چې په دې کار کې د اساسي قانون د موادو د
پلي کوونکيو ملاتړ وکړي او د هغو کسانو د ملي ضد هڅو مخه ونيسي چې له ډولونو څخه په يو ډول د کلتوري يرغ
ونو مدافعان او د ملي وحدت د شمزۍ ماتونکي دي .اولسي جرګه بايد له هغو کسانو او رسنيو څخه پوښتنې وکړي چې د
اساسي قانون مندرجاتو ته احترام نه کوي او د ملي کلتور د ودې پر ځای د پردي کلتور پالونکي او ترويجوونکي دي
.
ملي ترمينالوجي د يوه هېواد ، د يوه واحد ملت د ملي يووالي نښه ده ، دا د هېواد په ژبو کې د لغوي توپيرونو په
مسايلو پورې اړه نه لري ، په واحد ملت پورې اړه لري ، او له همدې کبله يې بايد ټول ملت او په تېره بيا د ملت
استازي ساتندويان وي .
په درناوي
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه
د 2008 کال د فبروري 12
ج
مني ، د فرانکفورت ښار