دافغانستان د اسلامي جمهوریت د پار
مان لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی خرم استجوابیه غونډې ته
وربلل شوی . پوښتنه دا ده چې د کومې مسُ
ې پر سر ؟
د رسنیو د رپوټ له مخې دا غوښتنه ددې لپاره ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړې
توګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم په پرله پسې توګه د اساسي قانون د موادو او احکام د
پلي کولو په لاره کې نه ستړي کېدونکی زیار او هاند تر سره کړی .له دغو هڅو څخه یو هم د ملي ترمینولوژۍ ساتنه
او له پردیو ژبو له یرغل نه د افغان ملت د ملي او نورو ژبو ساتنه او ژغورنه ده . که دا جرم وي ، نو په اصل
کې زموږ اساسي قانون ناسم دی .او یا په بله وینا موږ کوم خپلواک ، تاریخي او منل شوی ملت نه یو !
په داسې حال کې چې د کلتور د وزارت دغه شان ملي زیار هغه اصل دی چې د افغانستان اساسي قانون یې ترسره
کول ددغه وزارت له وجایبو شمیري ، خو له بده مرغه اوس د افغانستان دښمنان او د ملي پیوستون مخا
فان د افغانستان له دغه روان بهراني او کړکېچن حالت نه په ناوړه ګټه اخیستنې ، هڅه کوي چې نه یوازې په رسنیو
کې چې په ښوونه او روزنه ، دغه راز د کلتور په ټول چاپیریال کې د پردیو او له هغې ډلې د پان ایرانیزم ف
هنګ او د ژبو اغېز وښندي او په دې توګه د هغو ناولو ارمانونو د تحقق وسیله شي چې زموږ د خاورې او تاریخ دښم
نان یې له ډېر پخوا څخه په سر کې ګرځوي .هماغه شان چې په ایران کې او یا په پاکستان او امریکا کې څوک خپ
و یونیورسټیو ته د (( پوهنتون )) نوم نه ورکوي ، کټ مټ په افغانستان کې هم پوهنتون ته (( دانشګاه )) او
یا شاروال ته (( شهردار )) نه شي ویلای .دا یو اصل دی او هغه ترمنلوژي چې د تاریخ په اوږدو کې په یو ملت کې
استعمال او رواج شوي وي ، هېڅ څوک حق نه لري هغو ته د پردیو ژبو د ترویج او د خپلو ژبو د تضعیف په موخه
بدلون ورکړي .هغو افغان دښمنه عناصرو چې اوس د دموکراسۍ په پلمه د رسنیو د ژبنۍ ګمراه لپاره ملا تړلې ، او
ځینو یې په پارلمان ، صدارت او وزارت کې ریښې زغلولي د خپلو نورو هغو انډیوالانو سره په فکري پیوستون کې
چې ځانونو ته (( افغان )) نه (( افغانستاني )) وایي ، او یا یې په نړېوال ډګر کې د هغو ستراتیژیکو نقشو د تحقق
پاره ملاتړلي چې د بېلګې په توګه د (( کاغذ پران باز )) په شان افغاني ضد فلمونه جوړ او د افغان ملت تر م
ینځ د دښمنۍ لپاره یې ښې پرېمانه سي ډي ګاني په افغانستان او نړۍ کې ووېشي ، هڅه راپیل کړۍ چې دا وار د
افغانانو هویت او تاریخ هم ورک کړي .دا د طالباني مفکورو یوه برخه ده .
موږ پوره باور لرو چې افغان ملت ویښ او
هوښیار دی او په دې باور هم یو چې زموږ پارلمان به هېڅکله د پان ایرانیزم ښکار نه شي .
د افغانستان ملت او په
ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو دواړو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) به په دې وتوانیږي چې له خپل مینځ
څخه د ژبو د تربګنۍ پکه وهونکي ورک او د افغانستان د ملي هویت ، ملي تاریخ ، ملي کلتور او ملي ترم
ینولوژۍ ارزښتونه لاپسې پیاوړي او د پردیو له هراز یرغل څخه وژغوري .
موږ د خپلو هغو یوشمېر زیاتو
هېوادوالو د اند او ګروهو لنډیز دلته وړاندې کړ چې له همدې امله یې له موږ سره په ټیلفوني او برېښنا لیک اړیکو
کې غوښتنه درلوده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي خرم له هڅو ملاتړ څرګند شي او په یوې اعت
اضیه لیکنه کې دا خبره د پارلمان اړوند کمیسیون پورې ورسول شي . هیله ده په دغه ستر ملي هاند کې نوموړی وزیر
د لا بریالتوبونو جوګه شي
له ډنمارک څخه د خپلواکۍ فرهنګي مرکز په استازیتوب
یوسف هېواددوست