دافغان کلتوري ټولنو جرګه د یو شمیر
هغو کړيو او اشخاصو کړنې غندي ، چې د هیواد له اساسي قانون سره په مخالفت يې د دې هیواد د ملي ترمینالوجۍ په خلاف
مټې رانغښتې او په دې اړه د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو غیرمسوولانه څرګندوني په کلکه غندي.
دافغان کلتوري
ټولنو جرګه پر ملي اصطلاحاتو د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ښاغلي عبدالکرم خرم ټينګار د هیواد له اساسي قانون س
ه نه يوازې يوسم عمل بولي، بلکې د ملي اصطلاحاتو ساتل او کارول د دغه وزارت دنده او مکلفيت هم ګڼي.
موږ په
داسې حال کې چې یو ځل بیا له خپلو ټولو ملي ارزښتونو، هیوادپالو چارواکو او اساسي قانون څخه خپل ټینګ ملاتړ څ
ګندوو، د ملي شوری له دواړو مجلسونو هیله کوو چې هر چا ته د هغوی د شخصي سلیقې په بنسټ حق ور نه کړي ، چې د اط
اعاتو او کلتور وزیر په څیر هیوادپال شخصیتونو او د هغوی رغنده اقداماتو ته زیان ورسوي.
د افغان کلتوري ټو
نو جرګه د دې خبرې یادونه یو ځل بیا کوي ،چې د هیواد د ملي ترمینالوجۍ د ساتنې او پالنې تر څنګ بايد له قانون سره
سم پښتو ژبې ته هم حق ورکړل شي ،چې د افغانستان په ټولو حکومتي ادارو، ښوونیزو موسسو او د تدریس په چارو کې په م
ساویانه توګه و کارول شي. همدارنګه د پلازمینې په شمول دې په ټول هیواد کې د افغان ولس بچیانو ته په خپله مورنۍ
ژبه د زده کړې زمینه برابره شي.
په همدې توګه د افغان کلتوري ټولنو جرګه هیله لري ، هغه کسان باید د ولسي جرګې
له خوا استجواب ته را وبلل شي، چې د دې هیواد د ملي ارزښتونو زوال ته یې ملا تړلې، هرګام او عمل یې د
افغانستان د سترو ګټو په خلاف دی.
په درنښت
د افغان کلتوري ټولنو جرګه