ښاغلي عبدالکريم خُرم په نوم سرخلاصى لـــــــــــــــيکونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16676
د بېنوا اد اره
دخبریدو نیټه : 2008-02-19

د افغاني کلتور د پياوړي مورچل زړور مدافع ګرانه خرم صيب ، د ژوند په ټولو ډګرونو کې بريالی ، او خوشاله اوسي ٠ محترم وزير د و وڼو ترڅنګ دې پښتني خويندې هم د تا له اصولي کړنو څخه ملاتړ کوي ، او تاته يو وړانديز لرې هغه داچې ، دايران پ هنګې مرستي ونه منئ ځکه چې ، زموږ په هېواد کې د وروڼو قومونو ملي يووالي ته زيان رسوي ، خدای دې دافغاني ډېر خواخوږې دتا په شان پيدا کړي
په پښتني درنښت
هيله رحيمزۍ د افغاني پيغلو مشره له ډنمارک څخه


 د ځوانانو او افغاني کلتور ريښتنی  خدمتګار ، عبدالکريم - خرم - د خپلې خور ژوره خواخوږي او تاوده س امونه قبول کړه ، هغو دولتي ارګانو څخه چې دقانون د پلي کولو دنده لري جدي غوښتنه کوم چې  دايران له ګو اګيانو سره دې الف نه تر يا پورې حساب وکړي ، په دې معنا چې ، هغه کرغېړنې څېرې چې دملي ترمينالوژی او اسا سي قانون د پلي کولو  مخنيوی يې کاوه ، بايد هېواد او خلکو ته د ملي خيانت په تور زندان ته واچوي ، او نور کسان له دوی څخه عبرت واخلي
ستا د لا برياوو په هيله
مينه له ننګرهار نه


دژورناليستانوملي اتحاديه داط اعاتواوکلتوردوزيردقانوني دريځ ملاتړې ده.
معصومه مينه کابل
دژورناليستانوملي اتحاديې مرکزي شوراديوې سترې غونډې په ترڅ کې چې ددې اتحاديې دمرکزي عالي شوراټول غړي شامل وو،ددې اتحاديې نوي مشرپه توګه يې پروفيسورمح مدهاشم عصمت الهي وټاکه،اوغوث زلمي يې پخواتددي هغه مهال چې له ټولني لري کړهغه مهال چې دلوي څارنوالي له لو ي ونيول شو،او پروفيسورمحمدهاشم عصمت الهي يې دسرپرست په توګه ټاکلي وو،اوزهنوردزرياب اصلاً ددې اتحاديې غړيتوب هم نه لري اونه هم فهيم دشتي ددې ټولني ويانددى.
د پروفيسورمحمدهاشم عصمت الهي په مشري دژورنا يستانوملي اتحاديه دهېوادپه مرکزاوولايتونوکې کاب،اوزره اودرې سوه تنه عړي لري چې قانوني اواتحاديي بلله کېږي اوخپل ورونيزي چاري ترهمدې مشري لاندې پرمخ بيايي.
د پروفيسورمحمدهاشم عصمت الهي په مشري دژورنا يستانوملي اتحاديه په هېوادکې دقانون دپلي کېدوملاتړې ده،اوداطلاعات اوکلتوردوزيرنه بلکې دهغه دقانوني دريځ ملاتړې ده چې ملي مصطلحات بايدپلي اوملي ټرمينالوژي بايدوساتل شي.دغه ټکي ددې ټولني وياندهمت الله امين زى په داسي حال کې کوي چې په ټول افغان وېبپاڼه کې د((د غوث زلمي او زریاب د ژورنالیستانو ټولنې د خرم په کارونو نیوکه وکړه حمزه مومند ٢٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-14 17:01:00 م )) ليکنه اصلاً ناسمه اوله حقيقت اوواقيعته لري بولي. ښاغلي امين زى وايي،ښاغلى امين زى وايي دقانون ملاتړي يواودهرقانوني عمل دپلي کېدوستاينه کوو.
((اعضای رهبری اتح ادیه ملی ژورنالیستان افغانستان داکتر احمد غوث زلمی ریس اتحادیه ملی ژورنالیستان  افغانستان ، حفیظ الله بارکزی معاون  اتحادیه و منشی هیئت ریسه، داکتر فخر الدین سباوون  معاون  اتحادیه  ، قضاوتپوه عزیز الرحمن مسوول امور حقوقی اتحادیه و عضو هیدت ریسه ، نوریه اشرف مسول اتحادیه در پارلمان و عضو هیئت ریسه ، پروفیسور داکتر عصمت الهی  عضو هیئت ریسه ، صدیق ساعی  مسوول نشرات  اتحادیه و عضو هیئت ریسه ،امان الله خلیار مسوول تشکیلات و عضو هیئت ریسه ، داکتر سامعه عبادی روشنگر عضو هیئت ریسه، پوهنمل وحیدالله غ واال عضو هیئت ریسه، موسی  رادمنش  عضو هیئت  ریسه  ، شکریه نایب احمد زی عضو هیئت ریسه، پو هنمل هدایت الله وفا  عضو هیئت ریسه ، ،داکتر شمس الحق آرینفر عضو هیئت ریسه،امان الله جهانیار عضو هیئت ریسه ،عبدالغنی مدقق عضو هیت ریسه ،نور احمد صدیقی عضو هیئت ریسه ،تاج محمد احمد زاده عضو هیئت ریسه داد محمد عنابی ، نیلاب رحیمی عضو هیئت ریسه )).
پورتنى ليست په لاندې ډول سم دي چې ډېرژربه ددې اتحاديې په وېبپاڼه کې هم دااصلاحات راشي،چې غوث زلمي،زرياب اوفهيم دشتي په دې ټولنه کې حتي غړيتوب نه لري.
((پروفيسورداکترمحمدهاشم عصمت الهي دژورناليسنانودملي اتحاديي مشر،حفیظ الله بارکزی داتحاديې لومړي اومسلکي مرستيال اودرئيسه هيت غړي، داکتر فخر الدین سباوون  دوهم مرستيال اودرئيسه هيت غړي،قضاوتپوه عزیز الرحمن داتحاديې دحقوقي چا ورئيس اودرئيسه هيت غړي،نوریه اشرف په ولسي اومشرانوجرګه کې داتحاديې استازې اودرئيسه هيت غړي،صدیق ساعی  دخپرونورئيس اودرئيسه هيت غړي،امان الله خلیار دتشکيلاتورئيس اودرئيسه هيت غړي،داکتر سامعه عبادی روشنگر درئيسه هيت غړي، پوهنمل وحیدالله غرواال درئيسه هيت غړي، موسی  رادمنش  درئيسه هيت غړي، شکریه نایب اح مد زی درئيسه هيت غړي،پوهاندهدایت الله وفادرئيسه هيت غړي،داکترشمس الحق آرینفر درئيسه هيت غړي،امان الله جهانیار درئيسه هيت غړي،عبدالغنی مدقق درئيسه هيت غړي،نور احمد صدیقی درئيسه هيت غړي،تاج محمد احمد زاده درئيسه هيت غړي،داد محمد عنابی درئيسه هيت غړي ، نیلاب رحیمی درئيسه هيت غړي،رحيم ميرزاددرئيسه هيت غړي،هم ت الله امين زى داتحاديې ويانداودرئيسه هيت غړي،داکترايوبي درئيسه هيت غړي،صفي الله ځيردرئيسه هيت غړي استادبشيرهاتف درئيسه هيت غړي دي)).


داطلاعات اوکلتوردوزيرښاغلي عبدالکريم خرم له قانوني کړنې څخه دميدان ځوانانوټولنيزه ادبي اوکلتوري ټولنه په کلکه ملاتړې ده.
دابايدپه ومنوچې په هېوادکې تېرې ناخوالې اويوه ورودبل ورور په وړاندې نابرابري چې نننى له نړيوالې ټولنې څخه وروسته پاتې والي يې ثمره ده هغه څه دې چې خپله موپه خپل ځان کړي اوکه نوردوام پيداکوي داهم همدامانالري چې له ځان اودخپلې سباورځې سره مولاره بدله کړې اودسباورځې ښه اوهوساژوندخيال راسره نشته.
دهرې چارې دسمون اودهرخسارې دجبران لپاره لارې شته چې په هکله يې اقدام وشي اوهغه څه چې نبايدشوي وي شوي اواوس يې بايدداصلاح په خاطرځينې هڅې ګړندۍ شي،چې داټولې دهمغې جب انونکې ادارې پورې اړه لرې چې دهغه قانون په رڼاکې يې ترسره کړي چې اساسي قانون يادقوانينوموربلل کېږي،خوپه ډېرې خواشينۍ سره بايدووايوچې په افغانستان کې قانون تل دساتنې لپاره جوړېږي اوپه ډېرعزت اودرناوي سره په الماري کې ساتل کېږي،په دې ماناچې هېڅکله دهغه چاملاتړنه دى وي څوک چې هيله اومينه لري هېوادته دخدمت جوګه شي اودټولنې دوګړيوهېلې پوره کړي اوياپه بله ماناهغه قانون پلى کړي چې دهېواددوګړيودورزنېزژوندنه اوورسره ورسره دو زنيزژوندانه دچارودسمون په خاطرپه يوه ټولنه کې بايدشتون ولري.
افغانستان يوازينى هېواد نه دى چې په تې ووختونوکې يې ډېرې ناخوالې ليدلې دي،بلکه ډېرداسې هېوادونه شته چې دافغانستان په څېرله ډېروسختيوسره يې مبارزه کړي اونن ډېرښه اقتصاداودورزنيزژوندډېرې ښې برابرې چارې لري.
زمونږپه اندداطلاعات اوکلتوروزارت وروستي کړنې اوټولې هڅې يوقانوني عمل اوديوې خسارې جبران وو چې پخواددې هېواددوګړيوپه وړاندې په تحميلي ډول ترسره کېده،اودهغه کلتوري يرغل په وړاندې جبرانونکى عمل ووچې زمونږژبې کلتوادب اودټولنې اصلاح يې له ګواښ سره مخامخ کړې وه . مونږ دميدان ځوانانوټولنيزه ادبي اوکلتوري ټولنه داطلاعات اوکلتوردوزيرښاغلي عبدالکريم خرم له انوني کړنې څخه په کلکه ملاتړکوو.
دميدان ځوانانوټولنيزه ادبي اوکلتوري ټولنه


دسلام په وړاندي کولو ستاسو د ملي  غرور او افغاني شهامت نه ټول افغان ولس  ملا تړۍ دۍ
 موږ د اسلام لپاره ستري قربانې ورکړې اوس ددۍ وخت رارسيدلۍ چي ملت او افغانيت ته چوپړ وګرزوه
 تاسو په خپلو کړووړو ددې کار لمړني ګام پورته کړۍ ، خداۍ دي بيله شکه مل دۍ
 دورورۍ په پښتني  مينه
الحاج حکمت الله حکمت  سويډن   20080214


سلامونه او ښي چاري
لكه څرنګه چي ۲۰۰۱ راهيسي داول ځل لپاره د اساسي قانون ماده تطبيق شوه دا ديو افغان وزير اوبيا دټولو افغانانو لپاره د فخرځاي دي…او الله دي نور هم وس وركړي چي دپاړسي ټول توري دافغاني كلچر څخه جلا كړي ځكه دا دافغانانو كور دي نه دي ايرانيانو.
كه دي ويب پاڼي ته په چكر شي www.paymanemeli.com نو دافغان په نوم افغانستاني استعمال شوي دي...كه تاريخ ته ځير شو نو په افغانستان كي تاجك،ازبك او هزاره  ښاغلي احمدشاه بابا ۲۵ كسان د نقصو دليكلو لپاره رابللي وو..نو تاسي اوس فكر اوكړي چي د يوكس تاريخ  نه وي معلوم اوپه پردي دستارخوان لوي شوي وي خصوصا د روس او ايران..
كه محقق جنګ سالار ته وګورو نو دميليونونو افغانانو قاتل دي..ډيري افغاناني ميرمني يي كونډي كړي ..ډيرماشومان يي ژړو ي او اوس بيايي خپلو زړو كارنامو ته لاس پوري كړ.
كه دوستم ازبك ظالم ته ځير شو نو په ټوله نړي كي خلك تري ك كه كوي اساسي قانون دخپولاندي كړي خو  محقق خړڅټي پارلمان ته ونه غوښت..خو چي يو افغان اساسي قانون پلي كړي  نو محقق خړڅټي خپله سپيره ژبه اوږده كړي او پارلمان ته غوښتلي..
دښاغلي خرم څخه منندوي يم چي دايران هغه اصطلاحات  له منځه وړلو لپاره خپل ضمير راژوندي كړي او دافغانانو نوم يي روښانه كړي..
فيض طلب صافي
د بینوا د پاڼې ټولو درنو کارکوونکوته خپل سلامونه ډالۍ کوم.
د ښاغلي خرم صاحب له میړانې ډکې کړنې په تاوده هرکلي سره لمانځم. او الله څخه ورته د لاپیاوړتیا مرسته غواړم.

خیبر پښتون


خرم صاحب! په ملي مبارزه کې دې ملګري يو!
څرګنده به شي چې د ملت استازي د قانون پلوي کوي که د تعصبګرو؟؟
د افغانستان د اساسي او نورو قوانينو تطبيق په لومړي ګام کې د حکومتي چارواکو کار دى چې له ځانه يې راپيل کړي، د کلتور او ځوانانو وزير عبدالکريم خرم دا پيل له ځانه کړى دى، هغه د ملي ټلويزيون خبريال او په بلخ ولايت کې ځينو نوروکارکوونکو ته د پرديو تورو د نه کارونې ويلي، په دا تېرو څو کلونو کې د  کابل په شخصي ټلويزيونونو کې د ايرانۍ ټرمينالوژۍ او نومونو کارونې ته هېچا هم ګوته ونه نيوله.
موږ حيران په دې يو چې د اساسي قانون م اتوونکو ته هېچا هم ګوته ونه نيوله، د ملي ګټو او ارزښتونو دښمنانو ته هېچا هم ګوته ونه نيوله، خود قانون پلي کوونکي او د ملي ارزښتونو مدافعين چې ټول کارونه يې په شفافيت سره ترسره کړي، د هېواد د ملي ګټو د دښمنانو د دسيسو ښکار کېږي.
ښاغلى وزير صاحب!
موږ دا مبارزه د دې لپاره نه کوو چې ستاسو واک او ځواک به څوک له تاسو واخلي، تاسې دا مبارزه جاري ساتئ، ټول ملت مو ملګرى دى
موږ په نورو پاڼو کې په تاسو پسې سپکې سپورې ولوستې، چې په دې ډله کې بي بي سي راډيو هم ايران ته ښه کمپيان چلولى و، موږ حيران په دې يو، يوه اداره چې ځان په هر لحاظ ناپلوې ګڼي، څنګه ليکنې يې خپرې کړي او په داسې يوه حساس وخت کې يې څنګه دغې موضوع ته لمن ووهله، چې د ملت د پرګنو ترمنځ بېلتون راولي.
که چېرې د اساسي قانون عملي کول جرم وي، بيا خو رښتيا هم ته مجرم يې، که چېرې د ملي ګټو دفاع جرم وي، بيا نو ته مجرم يې. خو خلک بارلرونکې ونه په کاڼو ولي.
زړه مه لږوه موږ ټول دې ملګري يو!
د بست جريدې ه لوري هلمند


دافغانستان داسلامې دولت داطلاعاتو او کلتور محترم وزير عبدالکر يم خر م ته سر خلاصې ليک .سلامونه اونيکې هيلې وړاندې کوم دقانون پلې کول په ټو لنه کې اصلاح او پر مختګ منځ ته راولې ستاسو کړ نه معيارې او قانونې بڼه لرې دهيواد داساسې قانون نه ياغې باغېان او دافغانانو دشمنان ايرانې اجنټان نه شې کولې ستاسو  دقانونې کړنو مخه ډب کړې ټول په وطن مين افغانان ستاسو تر شاه ولاړ دې .             مير عرب شاه  ( چمتو)  په ډنمارک کې دوايله دښار دافغانانو دک تورې ټولنې  مشر . 

د اوکرائين  جمهو ريت داديسی په ښار کی د ميشتو افغا نانو دپښتو ژبی ادبی ټو لنه ٠٠د چنار  تر سيوری لا ندی  ،،  دښا غلی خرم صا حب  هلو ځلو ته چه داساسی قا نون دپلی کيد و په لاره کښی ئ تر سره  کوی د قدر په سترګه ګوری  اخر چه زمو ږ چه زموږ دځوريدلی ژبی ريښتينی نما ينده ګا ن زمو ږ په حکو مت کی پيدا شول تا سو د خدای روغ لر ی  او ستا سو دښکلی ځوانی سيور ی دی  خدا ی  ج  زموږ له سر ه نه کموی  په درناوی   مير احمد شاه   پښتون   اديسه  دچنار تر سيوری لاندی ٠
د بېنوا د جالپاڼې ګرانو کارکونکو او درنو لوستونکو مينه او سلامونه ومنئ ګران خرم صيب خدای دې تل همداسې مخکښه او بريالی لره چې ، د ايران د تاليڅټو په مقابل کې دې له افغاني پرهنګ څخه د يو اصيل افغان په توګه دفاع وکړه ، او پردي ناولي داغونه دې پرېنښودل چې زموږ د غيرتي ملت په پاکه لمنه ولګېږي ، د تا دلا برياوو په هيله په پښتني د نښت
 اختر پسرلی
ګرانه خرم صيب ، ناپايه نيکې هيلې او ښې پيرزوينې ومنه
دافغاني پرهنګ قسم خوړلي غليمان تل په دې هڅه کې دي چې ، زموږ اصيل کلتور له منځه يوسي ځکه چې دغه  ګوډاګيان غواړې چې په دې ډول خپله خوش خدمتي خپلو ايراني بادارانو ته ثابته کړي ، خو ستا غوڅ اقدام ددوي ټولې ناروا هيلې له خاورو سره خاورې کړي ، په پای کې ګرانه خرم صيب د خوشال بابا داشعر ،
لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي - چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
لا په خوب کې په لړزه پرېوزې له کټه -چې دچا دغوږو زما دتورې شرنګ دی
په افغاني مينه
اميل جان
سلام ونه او نيکي هيلي مي د بينوا کارکونکو ته ټولو پښتنو وروڼو ته  او ښاغلي الحاج خرم جان صاحب ته وړاندي کوم بعد له سلامه څخه الله ج دوکړي چه روغ جو ړ او خو شحاله اوسي مونږ ټول پښتا نه وروڼه د ښاغلي  خرم څخه ډيره زياته مننه کوو چه ده دا اقدام وکړو مونږ ټول پښتا نه وروڼه ستا سو سره اوږه په اوږه ولاړ يوو الله ج مو کام ياب او بر يالي کړه امين
شیرخان : هریپور پاکستان

ښاغلی عبدالکريم -خرم- د اساسي قانون د پ ي کولو په حقه لار کې موږ ټول ستا ملګري يو ، د ايران د اجيرانو ناروا غوښتنو ته تسليم نه شې ،  هرچا چې پښتو پرېښې ده  او پاړسو يې ويلې ده بيا دغو ايراني تاليڅټو هغه افغان بې پرهنګ بللی دی ، زه په اخير کې د افغاني ک تور غليمانو دا لنډۍ ليکم ،
غليم به څنګه بری راباندې وکړي - چې دخرم په شان پښتانه دپښتو په مينه م ينه
دپښتو دغليمانو دبشپړه نابودي په هيله
ستاسو خواخوږی تندر


ښاغلې خرم صاحب سلا مونه مي ومنی،ستاسو رښتينې پښتنی ګام کوم چي دپردی ژبی  دتر مينا لوژې په وړاندې تاسو جګ کړی ،ډير د ستيلو وړ  دی ،ديوه روسې  شعرژبړه؛
کچيری زه ونه سوځم
کچيری ته ونه سوځی
کچيری موږ ونه سوځو ،بيابه ددی تور تم ټغر څوک ټو لوي!!

ګرانه وروره!موږ د ملا تړی يوو!خوشال بابا،حمزه بابا،پوهاند رښتين،بينوا ،الفت صاحب به ډير درنه خواښ وی ،چي تا غوندی نر خو يې په  مينه له خوځيږې،حمزه وايې؛

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا
رښتيا هم تاسو دعمل جذبه پيداکړيده برۍ مو په دسپيځلي کار کې په برخه
ستا سو ورور ادم خان ځدراڼ اوکراين  ادېسه


ګران  خرم صاحب
ستا د څرخی پله هغه خبره درپه یادوم چی کله به دی مستنطق خو شحاله ولید نو زړه به دی وښوییده ځکه چې د هغه د خوشحالی معنی دا وه چې په تحقیق کې  دی څان ته تاوان اړولی خو چې مستنطق به بد خویی کوله نو ته  به  خوشحاله وی چې تحقیق دی سم ورکړی دی.. ستا په خلاف  چې چا دا کوم کسان لګیا دی دا دومره ذلیل او بد کرکټره مخلوق دی چې که خدای مه کړه کومه ورڅ درنه خوښ شول په هغه ورڅ خامخا ژور سوچ وکړه چې کومه غلطی درنه شویده.   په درنښت  هدیت الله


د اطلاعاتو او كلتور دوزارت لوړ مقام ته سلامونه او نيكې هيلې !
ښاغلي خرم صاحب تاسو هغه كار تر سره كړي چې د خلكو هيله د نه كيده ،په رښتيا سره هم تاسو خپله اسلامي ،ايماني او افغاني وجيبه ادا كړه او ملت هم ستاسو ملا تړ كوي .
پاتې شوه د ولسي جرګې خبره اوس به داخبره په ډاګه شي چې په ولسي جرګه كې  د ملت رښتيني استازي دي او كه دپ ديو لاسپوڅي .
نجيب الله پيمان  كابل    


زماسلامونه اواحترامات ومنی  و وسته له احترام څخه باید ووایم چه  خرم صاحب اقدام دقدر وړر دی چه بیګانه لغتونو مخ نیوی وکړی او په بازا کی هم دلوحو څخه خارجی نومونه  لری او پځای  یی پشتو یا دری نومونه ولیکل شی  خوزه یو نظر هم لرم  هغه  داد دی چه خرم صاحب دی خبرنګارانوته په لاره کی دمصاحبه اجازه ورنکړی  هغوی خپل  دفترته د مصاح به  لپاره  وغواړی او ویی منی بل زما دمشرانوڅخه هیله داد ده چه  خپلی بیانو کی اومصاحبی په خپله ژبه یعنی پشتو یا دری باندی چه زمونژ رسمی ژبی دی وکړه ډیره شه کار به وی .  کامیاب  اوسی .
 وسلام  سیدعبدالباقی ولیزی


په استرالیاکی دافغانانوکلتورې ودې تولنه دافغانستان داطلاعاتواوکلتور دوزارت دملې ترمینالوجې دساتلو له کړنلاره څخه په کلکه ملاټرکوی٠ ههمداشانی  دکرزېصاحب ځخه دملت غوښتنه داده چه خرم صاحب غوندی باتور اوباایمان وزیران مقرر کړه چه اسلام اووطن خدمت وکړې نه ېهودې عادتیو ایرانیانو ته٠
 ومن اله توفیق
په استرالیاکی دافغانانو دکلتوری ودی ټولنی مشر داکتر محمدایمل
دوزیرصاحب خرم څخه ملاتړ
 ښاغلي وزیرصاحب عبدالکريم خرم درښتوني خدمت   اوقانوني تګلارې څخه کلکه ملاتړکوي م وږ ډېر ویاړیوچې تاسې دخپل دورې په دې لنډه موده کې، دنورووزيرانواوحتی ولس مشرپه پرتله، په خپل وخت کې ډېرې لاس ته راوړنې .  کړې خدای وکړی نورجګ پوړی چارواکي هم دتاسوڅخه زده کړه وکړي او دستاسوپه لار  روان شي موږ   دخرمصاحب دملي دریځ ستاینه کوو او له ټولو  اقغانانوڅخه هیله کووچې  به دغه برخه کې نور ځانونه په یوه ملي هنداره کې راټول کړو او د سرلوړي  اوتاریخې افغانستان  اودخپلي ژبي لپاره بايد په شرېکه سره کاروکړو زمونږ ځيني چارواکي پښتنواودافغانستان کلتورته اوس هم شک په سترګه ګوري پښتو ته دکفار خطاب کوي ښاغلي خرم صاحب خپل ضمير راژوندي كړي او دافغانانو نوم يي روښانه كړي بايد هر افغان دښاغلي خرم صاحب پشان خپل ضمير اژوندي كړي
 تل  د وي  افغانستان                            ژوندی  د وي افغان ملت
په درنښت
داودجبارخيل امريکا غږ ډيوه راديو
افغان ولس او د اطلاعاتو او ک تور درانه وزیر عبدالکريم خرم ته د ملاتړ پيغام
ګران افغانستان او بې وزلي هېوادوال مو د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د ناځوانه او نامرده مغرضو ګاونډيو له لاسه پر سره اور لولپه او کړېږي. دغه ګاونډي د خپلو لاسپوڅو په لاس کله د نظامي کشمکش، کله د قوم او زبې، کله د مذهب، او کله هم د اقتصادي ګټو د لاسته راوړنو په خاطر له دې ولس سره ښکاره دښمني کوي.
د هېواد افغاني او اسلامي کلتور ته درناوی او ددغې وياړلي پنځه زره کلن کلتور ساتنه او د سر په بيه دفاع د افغانستان د هر ژمن او با عزمه وګړي ايماني او اخلاقي فريضه ده.
د ملي مصطلحاتو د ساتنې او دفاع موضوع د هېواد د ولس د استازيو پر لاس د جوړ شوي اساسي قانون له پرېکړې سره سم د هېواد د اطلاعاتو او ف هنګ وزارت، د قانون سنبالوونکيو ادارو او دغې با شهامته ولس دنده ده.
د مومندو کلتوري ټولنيزه شورا په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا متخلفو اشخاصو ته د سزا ورکړې ټينګ ملاتړ کوي، او د ولسي جرګې د کلتوري کم يسيون د مشر وروستۍ کړنه په کلکه غندي او دا له افغاني کلتور سره ښکاره دښمني ګڼي او د ولسي جرګې له وطنپرستو او د ولس د رښتينو خدمتګارو غړيو په ټينګه هيله کوي چې د ملالۍ جويا دغه سکنی ورورنه هم د هغې بدنامې په څېر سلب اعتماد او د دغې وياړلې جرګې له تمبو بهر وشړي او له خپل غيرتي ملت سره د وفادارۍ ښکاره مظاهره وکړي.
د مومندو کلتوري ټولنيزه شورا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د سرښندونکي افغان ملت هر وګړي ته ډاډ ورکوي چې موږ د هېواد وياړلي کلتور د دفاع او ساتنې په لړ کې ستاسې تر څنګ، او هر راز سرښندنو ته چمتو یو.
سرلوړی او یو موټی دې وي افغان ولس!
وياړلی او خوندي دې وي افغان کلتور!

په هېوادنۍ مينه، روح الامين شاکر
د مومندو کلتوري ټولنيزې شورا د کلتوري چارو مشر او وياندکابل- افغانستان


لکه سنگه چه ټولو فرهنگپالوته معلومه ده ، دنری هر یو هیواد ځانته قبول شوی ملی ترمینالوژی لری چه د هغوی ملی هویت ثابتوی .
باید ووایم چه اصلا د ملی ترمینالوژی جورښت د مربوطه هیواد د اکثریت وگړو په ژبه جوړیږی او د هیواد ټول وگړی باید د اکثریت له پ یکړو څخه اطاعت وکړی تر څو د تبعیض مخه نیول شوی وی . مگر دا موضوع په افغانستان کی په بل دول ده .دلته لگه کی غواړی چه د ټولنی اکثریت وگړی تر خپلی اغیزی لاندی راولی ، چه داموضوع د اجتماعی عدالت څخه لری خبره ده . د تعجب ور خبره خو داده ، کچیری لگه کی په خپله ژبه زده کره کوی نو ملی وحدت ته کوم زیان نه رسیږی ، اوکه د ټولنی اکثریت په خپله  ژبه د تعلیم غوشته کوی بیا ملی وحدت ته زیان رسیږی . واه واه دادی یو بام او دوه هوا او د نوی عصر د فرهنگپالو قضاوت ، چه د پردیو په لمسون زمونږ په گران هیواد کی د قومونو تر منخ نفاق ته لمن وهی .
  زه د اطلاعاتو او فرهنگ د وزیر (عبدالکریم خرم) وروستی عمل چه د ملی ترمینالوژی د حمابت لپاره یی کړی تاییدوم او پوره حمایت تری کوم.شمس الرحمن (ح) (کابل)
دهرځه نه مخکی خپل سلامونه ګرانو وړونو اوخویندو ته ډالۍکوم.لکه ځنګه چه پرون سنګچارکی په پارلمان کی دوزیر اطلاعات او فرهنګ هغه خبری کوم چه د دانشگاه او پوهنتون په اړه وی وغندلی او زیاته یی کړه چه خرم د پاکستان په مرسته په قومونو کی تفرقه اچوی ٠زه دا وایم چه پوهنتون او پوهنځی  دا اساسی نومونه دی چه دافغانستان اساسی قانون او د افغانستان ملت په رسمی توګه منلی دی  دانشگاه او دانشکده کوم اساسی عرف نلری په افغانستان کی دا ایرانی لغات دی چه باید په ایران کی استعمال شی،خرم تفرقه نه بلکه تاسی خاینین چه ستاسی خیانت ټولو ته ثابت دی او ټول افغانان پدی شاهد دی. سنگچارکی صاحب ته دا وایم چه ته دکومی جبهی ترجمانی کوی هغه ځوک دی آیا خرم چه د ملت دفاع یی کړی ددوی نه هم بد دی؟
ته د محق ،گلاب زوی،دوستم چه په ملت کی د تفرقه د اچولو تنده یی تر اوسه ماته نده سره ځنگ په ځنگ ناست یی او ته د ملت د یو والی خبری کوی٠نو  ته د افغانانو ده احساساتو نه نور امتجان مه اخله٠نن تاسی پوهنتون دانشگاه کړ نو صبا به د برید من،لوی څارنوال،د اردو نظامی ژبی او داسی نورو الفاظو لپاره هم فارسی لغات لټوی او بیا به هم ضعیفه پښتانه ستاسو ننداره کوی،لکه ځنګه چه اوس ټول چپ دی٠نو تاسی زمونژ د افغانستان خاینانو ته وایم چه پښتنو خپل غیرت بار بار درته ښودلی دی  او د هغو نه پند واخله او نور د دی خبرو نه تیر شی.
والسلام هیله ده چه د بینوا ویب پانه یی خپور کړی فضل الرحمان صایم وردک
سلامونه او نېکې هلیې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کووم، په دې هیله چې د ژوند په ټولو چارو کې به بریالی و اوسۍ.
زما نظر او هیله داده چې نوموړی د کلتور او ځوانانو چارو وزیر چې کوم وړاندیز کړی زه یې ملاتړ یم، خدای تعالی دې په دې کار کې کامیاب او بریالی لری، چې د ګران هېواد  د دولتي ټولو ادارو لوحې او لیکنې په پښتو ژبه شي، دا به ډېر په زړه پورې کار وي، زه هغه ته همدا رایه ورکوم چې لوحې او نور اړین نومونه دې په خوږه پښتو ژبه ولیکل شی.
نور مو په پاک او مهربان الله سپارم
الله مو مل او ملګری شه
جاوېد روستم خېل له سوېډن څخه
خپل  سلام  ټولو درنو افغانانو ته وړاندې کوم :  د محصلانو لا یون  چي نن تر سره سو، زه يی ډیر خوشحاله کړم.  زه له ټولو هغو اصیلو افغانانو ځخه  غوښتنه  کوم چه له دغو محصلانو سره یو ځای شي او د هغو ایران پرست خلکو په وړاندې کلک ودریږی.. د ښاغلې خرم، او خپل د حق نه دفاع وکړې.ځنګه چي زمونږه نیکونو کړې ده.  دا هغه خرځ شوي خلک دي چې له ډیر پخوا يی  د پښتنو  منځه وړلو ته ملا تړلې ده.  دا ارمان به دوی ګور ته یوسي . د نن ورځی  لاريون دا ورته وښوده چې اوس هم دا سې پښتانه ځوانان سته چې د پښتو او افغانستان نه د فاع لپاره په نره ددغو خرځ سوو اجيرانو په وړاندې ولاړ دي.په درناوۍ
اجمل جبارخیل
ښاغلى خرم صيب مخ پروړاندې موږ درسره يوو.
قدرمن وزيرخرم صيب سلامونه اونيكې هيلې وړاندې كوو.د ښې وغتيا اوپياوړتيا په هيله مويوو.
په همدې هيله دادى موږ په خپل واردافغان ولس دريښتيوبچيانوپه توګه دې مړني ولس ته دخپلې پېژندګلوى ورخپله ولوپرلور ستاسو د لومړنيوكړنوهركلى اوپه غوڅه توګه يې ننګه اوملاتړكوو. جوته ده چې اوس مهالي ولسونودپېژند ګلوى لپاره لاندې پنځه ټكي د ژوند حيثيت لري:
۱. جغرافيايي حدود
۲. ولس
۳. ملي بيرغ
۴. ملي مشر
۵. ملي ژبه
له دې پنځوځانګړتياووڅخه انكاردلېونيانواوناپوهانوكاردى ځكه لكه څنګه چې دژوندې پاتې كېدالپاره اكسجن ، څښاك اوخواړوته اړتياوي په همدې ډول دپورتنيوپنځوځانګړتياووله خپلوولوپرته يوولس په نړى كې خپل حيثيت، پېژندګلوي او مقام نشي جوتولاي په همدې لړكې د وخت او ځاي د كمښت له امله يوازې په م ي ژبه او اړوندوچارويي يوڅوټكي ليكو:
ملي اصطلاحات چې په ملي ژبې پورې اړه لري دولس دعلمي كچې دلوړلوپرلور ومړى قدم دى ځكه دملي ژبې دكارولولپاره په بېلابېلوبرخوكې ملي اصطلاحاتوته اړتيالري اودغه ملي اصطلاحات دملي ژبې وپياوړتياڅرګندويه ده ځكه كومه ژبه چې دملي كېدووړتيالري دهغې ستره نښه دملي اصطلاحاتودجوړونې وړتياده . عربي او انګلسي هغه دوه ژبې دي چې داصطلاحاتوجوړولووړتيالري دې همدې وړتياله كبله دادواړه ژبې علمي ژبې دي. پښتوهم په همدې لړكې يوه پياوړې ژبه ده چې په بېلابېلوډګرونواو څانګوكې د اصطلاحاتوجوړولووړتيالري اوهرډول ع مي ننګونې ځوابولاي شي . داچې نن سبا يوشميرغله ، تالي څټي ، وژونكي داړه ماران . پرديوډولونوته ګډېدونكي ،پ دي پال افغانان ،چې آن خپل ځانونه هم د افغان په وياړلي نوم نه نوموي ، په ولس كې دبېلتون دكرښې دراكښلوبېځايه اوناكامه هڅه كوي دې ناپوهانوته تاسووګورئ چې آن الف ته ډانګ وايي ،اوپه دې نه پوهيږي چې  زموږ دولس لومړنى اړتياوې څه دي اودوي په څه مردارۍ شخوند وهي . ميړنى افغان ولس دژوندانه له لومړنيواړتياووڅخه هم محروم دى ددې پرځاي چې دخپل ولس دلوړولواوپياوړي كولولپاره په پورتنيوپنځواوصولوووياړي اودژند تروروستۍ سلګۍ يي ننګه اوم لاتړوكړي دهغه بې غيرته ، بې ننګه ايراني حكومت غندنه وكړي چې ددوي خپل بچيان يې له ايرانه پداسې حال كې چې ان ديوې كورنى ښځې په ايران كې پاتې او نران يې افغانستان ته راوشړل. دغه ناپوه وګړي دغوناخوالوته هم نه ګوري اودهم دې ايراني حكومت او د ګورګين بچيانوهرې اشارې ته نڅاكوي اوديوڅوپيسودخپلولولپاره په بېځايه اوتوبوتواواپ تولګيادي چې ددوي داټول كړه دغندلودي اوتاريخ ته به مخ توري وي په ډاډ سره وايم چې دهمدې پردي پالوبچيان به دوي په راتلونكي كي غندي .
قدرمن وزيرصيب :
تاسو،اوس مهالوچارواكيوټول افغان ولس ، دحكومت مخالفينوته په زغرده اوپه ډاډ داخبره كووچې دهرډول رواسياسي كړنلارې ترڅنګ پښتوبه ديوې يوازينۍ ملي او رسمي ژبې په توګه خپله اوچارې دې پرې ترسره كړي لدې پرته دولس دلوړېدا، هوساينې دهرډول خوبونوتعبيرنشته اوتشه فضايي هندسه به وي. ځكه كه چيرته دهېواد ديوې سيمې افغان په بلې لېرې پرته سيمه كې دخپلوستونزيودحلولوپه لړكې په ژبه پوه نشي لكه چې هم داسې هم ده دهېواد دپرمختګ ،لوړتيا او دپرديودهرډول يرغل پروړاندې دمقابلې دترلاسه كيدابېځايه چيغې څه مانال ي ؟ پداسې حال كې چې خپل ولس يووګړى بل نشي پوهولاي ځكه په ګران هېواد افغانستان كې دځينووګړودبېځايه او بې ګټې خو حالولولپاره دوه ژبې پداسې توګه رسمي شوې چې بايد نه واي شوې . داسې چې كه په ګران هېواد افغانستان كې ترافيكي دوه سسټمونه يعنې موټروته په ښي لاس اوكيڼ لاس دتګ اجازه وركړل شي نوڅه فكركوئ چې په يوه لنډ واټن كې به موټرله خپل ځايه وخوځيدلاي شي اوكه وخوځيږي هم نوپه هره شيبه كې دټكراحتمال يقيني دى . په همدې ډول زموږ په وياړلي هېواد كې ديوې يوازينۍ پښتوملي اورسمي ژبې پرځاي دوه ژبوته رسمي بڼه وركړل شوې چې زموږ داوس مهالوسياسي ، اقتصادي ، پوهنيزو اوټولنيزوستونزيوترټولوسترلامل جوړشوى دى.
په پاي كې يوځل بيا قدرمن وزيزصيب ته خپلوفرهنګې اوله اساسي قانون سره سم يون ته ددوام وركولوپه لړكې دلاژمنتيااوبرياليتوب هيله كوو. دافغان ولس ملاتړله تاسونه دى مخ پروړاندې درومى .
بريالي اوسرلوړې اوسئ
په درنښت
نورمحمد خان
محمد عمرخان
خرم صاحبه! مور دی کینی او ستا په شان نر او غیرتی افغان ځوی دی راو‌ړوی
زه په خپل وار سره د کونړ ولایت د اسد اباد ښار د پښتنو په نمایندګی د خورم صاحب د کړی عمل ستاینه کو که چیرته د خرم صاحب په شان با غیرته او میړیانه کسان پیدا شی نو مونږ به ایله د نورو کلتورونو او فرهنګونو د یارغل څخه آذاد شو. خدای(ج) دی زمونږ د افغانستان دری زبانو ته هم انصاف ور په برخه کړی ځکه چه غلطی هم کوی او بیا بازار تیزی پری لادپاسه نور هم کوی. په حقیقت کی دا یو لوی جرم دی چه یو څوک د بلی ژبی څخه لغتونه را اخلی او په خپله ژبه یی را ګدوی د یو خوا خو خپله ژبه پردی کوی او د ب ه خوا د بلی ژبی لغتون را پټوی  او بیا د خرم صاحب پر دندی نیوکه کوی چه دا د دری ژبی سره تعصب لری. دا خو مع ومه خبره ده چه د افغانستان دوهمه میلی ژبه فارسی  نه بلکی دری ده نو بیا تری مونږ څه رنګه ایرانی فارسی جوړولی شو او ولی باید داسی وشی؟ خورم صاحبه چی وار دی خطا نشی تا سره ټول رښتنی افغان ولاړ دی ځکه چی ته په حقه یی او په را تلونکی کی هم خپله دنده ښه په ایمان سره په سر بیایه.په احترام
د اسد اباد، د کونړ ولایت د ښا یانو په نمایندګی
 محمد اصف صــــافی
د لوی څښتن تعالی په نامه
ښاغلی او د قدروړ وزیر صیب عبدا کریم خرم هیله ده چې تل په خپلو کړنو او فعالیتونو کې بریالی او هڅانده اوسې، ګرانه وزیر صیب پام چې ور خطا نشې، تاسو قانون پلی کوی او مونږ مو تر شا ولاړ یو، د هیچا پروا ونه کړې د قانون په پلي کولو کې، د سروبي او خاکجبار ټول ولس ستاسو تر شا ولاړ دی او هیڅوک حق نه لري او نه به حق ورکړو چې د قانون د پلي کولو مخه ونیسي، وزیر صیب دوی ټول خرڅ شوي خلک دي او خرڅ شوی انسان هیڅ کله نه خپل ولس، خپلې ژبې، خپل هیواد او خپل ناموس ته وفادار نه وي او نه دي.  مونږ په تاسو ویاړو او خوښ یو چې دا ویاړ تاسو وګاټه.
په اخر کې مو ستاسو نه په هیله ده چې ولسي ج ګې ته ورنشئ.
په پښتني مینه
د سروبي او خاکجبار اوسیدونکي

With Great respect to the minister of culture and information. these iranian puppets i.e muhaqiq and so on they are concern of iranian terminalogy. where were they when thier another idealogist Makhdum Rahim burned all the signs of the Pashto from the ministry and replaced them it with the iranion terminalogy. Instead of bringing MR khuram to Parliament why don\'t they bring Makhdom rahim when he was minister and now as ambassader to india he changed all the signs of pashto to iranion terminalogy in India. Once again Muhaqiq is showing his facist face. the oxford Afghan community support Mr Khuram in his great work of protecting afghani terminalogy. S.AKarwalCahirmain of Oxford Afghan community. S.A Karwal OXFord UK


    له وړ افغاني غروره دې جار شم خرم صيب
خو ملا دې د ولسي جرګې د پښتنو استازو او دبي بي سي د پښتو څانګې دکا کوونکو  ماته شې چې ، د تا له قانوني او اصولي کړنو څخه يوه هم ملاتړ ونکړ ، خو برعکس د بي بي سي پاړسې څانګې دايراني اجيرانو د هغو ښکنځلو لپاره ځانګړې پاڼه پرانېسته چې ، هغو پښتو او افغانانو ته کړې وي
د پښتو غليمان دې نسکور وي
اوستاد رحيم له کراچۍ څخه


زه د ايران معتصيبو اجيرانو ته همدومره وايم چې ، تاسو ولې د ښاغلي عبدالکريم -خرم -پرضد لاريونونه کوئ ، دا قانون خو د -خرم - صيب اختراع نه ده ، بلکې د هېواد دټولو پرګنو د قانونپوهانو د موافقې په پايله کې منځ ته راغلی دی ، که تاسو دافغانستان اساسي قانون نه مني ، زما په ګډون ټول افغانان به د سرو وينو په بيه له خپل پښتني او افغاني کلتور څخه دفاع وکړو ٠ څو چې پاتې يوافغان وي -تل به داافغانستان وي
سپين غر
له ډنمارک څخه
د اطلاعاتو او کلتور له وزیر څخه د جغتو د مدني او کلتوري بهیر ملاتړ
د افغانستان تاریخ د خپلو  نومیالیو شخصیتونو ګڼې نمونې لري چې د هیواد په مختلفو اړخونو کې یې دغه تاریخي ټاټوبي ته په هسکه غاړه د ویاړونو غاړکۍ تر غاړه کړې او په جرات سره یې د خپلو ملي ارزښتونو څخه نه یوازې د دفاع غږ اوچت کړی بلکي په دې لاره کې یې داسې متین ګامونه ایښي دي چې د افغانستان د کورنیو او بهرنیو غلیم انو یرغلونو ته د یوه مضبوط ځواب حیثیت لري داسې ځواب چې د لاسپوڅو او غلیمانو څخه یې د رزالت د خپرولو جرات اخیستی او د تل لپاره د ویرې په غارونو ننوتلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر جلالتمآب عبدالکریم خرم د تاریخ په اساس پړاو کې داسې یوه نوښت او جرات باندې لاس پورې کړی چې د هیواد له اساسي قانون سره سم له خپلو ملي ګټو، م ي ارزښتونو، ملي ژبې او ملي ترمینالوجۍ څخه یې د دفاع نوښت ګڼلی شو.
د جغتو مدني او کلتوري بهیر د اطلاعاتو او کلتور د وزیر له هغو متینو  ګامونو او ملي نوښتونو څخه په کلکه دفاع کوي چې د نوموړي وزارت مقام یې د هیواد د پرمختګ او له ملي ګټو څخه د دفاع په لاره کې پورته کوي او په دې لاره کې د جنګسالار محقق او  د افغانستان د غ یمانو هر راز دسیسې غندي.
موږ د افغانستان د ټولو مومنو او هیوادپالو پرګنو څخه هم هیله کوو چې په دې ډګر کې خپل هیوادپال وزیر او د هغه رغنده نوښتونه یوازې پرې نه ږدي بلکی له هغه څخه دفاع د خپل ځان فریضه و بولي.

په درناوي
د جغتو مدني او کلتوري بهیر


دبېنوا ويبپاڼي ټولودرنوکارکونکواولستونکوته خپل سلامونه وړاندي کوم٠
دښاغلي وزير صاحب خرم څخه دنورو عملي ګامونوداوچتولواميدواريو اودهريوقدم ملاتړيي کوو او خداي مو داساسي قانون دپلي کولو يو ستوري جوړ کړه
دکنړ ولا ېت مرکزدکرهالۍدکلی دپښتنوځوانانوله خوا٠
نصيراحمد عمرزۍ
والله دا خو نوي ټكي وي،
 زمونږ ډيره ستره كورنۍ ده او هر يوه يې لوړي زدكړي ري،څوګ انجينران دي چا حقوق لوستي دي چا د ژوناليزم پوهنځۍ سندونه تر لاسه كړيدي،څوګ په محاكمو كې د خلكو تر مينځ شخړې خلاصوي اوڅو تنه خو مو د روغتيا په برخه كې متخصصين دي او په سمه كې ښه نوم هم لري.
د دغو ټولو ښاعلو كتابونه مې دا څو ورځې وړاندي كتل،دا مختليف مضمونه وو ځينۍ په ځيني يې په پښتو وو خو ډيري يې په دري ژبه وو،دا د ټولو كتابونو له لومړي مخ باندي هغه كه د كابل پوهنتون وو يا دننګرهار،يا دمزارشريف او يا د نورو پوهنتونو  لومړى به يې د مر بوطه پوهنتون نوم ليكلي وو او بيا به پې د خپل مضمون نوم وو.دا دانشګاه او دان كده نومونه نه وو.
دا كتابونه نيږدي له لسګونو كله پخواني كتابونه دي ته په خداى باور وكه چې پدي ټولو كتابونو يې پوهنتون او پوهنځۍ ليكلي وي.
خو پدي اخيرو څو كالونو كې د په ځينو كتابونو هغه كتابونه چې هغه په د ي ژبه دي د پوهنتون  او پوهنځى په ځاي ورباندي دانشګاه او دانشكده ليكلي وي.
او خو والله كه پې پوهيدم خو څه موده ورستو پي پوه شومه چې چې دا يو ايرانى ټكۍ دي او له ايرانه راغلۍ دي.
له نورو ملګرو سره مي دا خبره ش يكه كړه هغوي هم دا خبره وكړه او ډير خفه شوم.
تل به مي دا فكر كاوه چې اوس دي لكه چې دا خپل خداي دركړي ټكي هم بدليږي.او دا ډيره بده خبره هم ده چې نه جبران كيدونكي ده،
په لنډو لنډو يې وايمه،
هغه داسې چې دا څو ورځي كيږي چې په خبرونو كې اورمه چې د اطلاعاتو او كلتور وزير ښاعلي خرم صيب په مزارشريف كې يو څوګ په قانوني ډول كسر معاش كړيدي.
او دا ځينو خلك ورپسې وايې چې دا كار يې ښه ندي كړي او له قانون سره غړونه كړيده
زه خو وايم چې خرم صيب بيخي په ځاي كار كړيده او قانوني كار يې كړيده.او د دانشګاه او دانشكده ټكى يو پردى ټكى بولم،ځكه چې وړاندي مي د پوهنتونونو خوله په خوله تاريخ درته وه ويل او تاسو هم له خپلو مشرانو پوښتنه كولاى شى چې وړاندي پوهنتون او پوهنځى  له پاره كوم ټكي كاريدل.
اوس قضاوت ستاسو په لاس كې خو د خداى لپاره چې ريښتيا به ووايې
چې د افغانستان په تاريخ كې تاسو له كوم نوسره بلد يي پوهنتون،پوهنځى سره كه له دانشګاه او دانشكده سره رايه به خامخه ځكه وركړى چې افغانان يې او غيرت ل ي.
                               په ټوله پښتانه مينه
                               د لوي پكتيا لخو