دکليفورنياپه ايالت کې دافغاني کلتوري ټولنې اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16692

دخبریدو نیټه : 2008-02-15

د امريکا دکليفورنيا په ايالت کې  د افغاني کلتوري ټولنې اعلاميه
په خواشينئ سره مو د رسنيو څخه واوريدل چې د افغانستان د ولسي جرګې د ديني او کلتوري څانګې دمشر په غوښتنه د هيواد د اطلاعاتو او کلتور  وزير ښاغلۍ عبدلکريم  خرم  د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته د دی لپاره غوښتل شوې چې  د  اساسي قانون د پلي کولو، او  احکامو له مخې يې د بلخ د ولايت د ملي راډيو تلويزيون يؤ تن خبريال چې د ملي ترمينالوژۍ پر ځای  پردي  وېي  او الفاظ خپرول لمړۍ يادوؤنه
او په بل ځل  ېي  کسرمعاش کړۍ دی .
مونږ  د افغاني کلتوري ټولنې ټول غړي او دمشرتابه  څانګې ،په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د  ديني او کلتوري څانګې غیرمسؤلانه  غوښتنه او دځينوچارواکو ملي ضد چ ندغندو، د ښاغلي خرم  دا پريکړې  ته د قدرپه سترګه ګورو او ټولو په هيواد او ملي کلتور  مينو چارواکو ته د لا زیاتو برياليتوبونو  غوښتنه  کوؤ٠
همدا رنګه افغاني کلتوري ټولنه د ټو لو چارواکو  څخه هيله کوي چې د ملي ارزښتونو او د اساسي قانون سرغړؤنکي
داسې استجوابيه غونډو ته راوبلل شي نه پلي کوؤنکي او پ ويان ٠ په درناوي

 تل  د وي  افغانستان                            ژوندی  د وي افغان ملت
د افغاني کلتوري ټولنې مشر  الحاج عزيزالله  زمريالۍ