د لوګر فرهنګيان: د خُرم د دريځونو ملاتړ کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16696

دخبریدو نیټه : 2008-02-16

د ستر څښتن (ج)په نامه !

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لومړي ځل لپاره د ملي ټرمينالوژۍ په خونديتابه کې تاريخي ګام اخستى دى. افغانستان د اېران او نورو بهرنيانو تر کولتوري يرغلونو لاندې په داسې حال کې پايي، چې موږ يې په حکومتي کچه خورا کمزورى دفاعي ځواک رو.  د اطلاعاتو او کولتور وزير وروستى دريځ او ګام د افغان ولس د ملي ارزښتونو او ګټو د خونديتابه لپاره يو ستر او د ستاينې وړ ګام دى. موږ له ښاغلي عبدالکريم خُرم څخه هيله کوو، چې د قانون په استناد ١٦مه ماده په ټولو برخو او خصوصي رسنيو هم تطبيق کړي. د قانون په پليتابه کې د هيچا له ګواښونو مه وېرېږئ، د لوګر او افغانستان ټول ولس ستاسو تر شا دى.

لوګر فرهنګي ټولنه

مشرتابه پلاوى

پل علم