نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دخپلواکۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17031
فیضیه ( هوسا )
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

 

ګرانو میندو ، خویندو او د هېواد د ښځینه برخې درنو مشرانو او کشرانو !
تر هر څه دمخه اجازه راکړۍ چې ستاسو لوړ مقام او حضور ته ددغه تا یخي جشن له امله د زړه له کومې مبارکۍ او نېکې هیلې وړاندې کړم .
د تاریخ پوهان په روایت افغانستان په همدا اوسني او لرغونو   نومونو سره  تل د پردیو له یرغل ، تپل شویو جګړو  اود د ښمنانو له خوا زموږ د مېنو د ویجاړولو او زموږ له سرونو د کله منارونو  له سترو ناورینونو سره مخامخ و .تاریخ شاهد دی چې هېڅکله هم دغو نامراده  یرغلګرو موږ په کراره نه یو پرې ایښي  او  زموږ ولس جبرا دې ته راکاږل شوی چې توره په لاس واخ ي او له یرغلګرو او متجاوزینو سره مقابله وکړي او  بیخې جوته ده چې افغاني ښځو او خویندو د دې ټاټوبي د ټول تاریخ په اوږدو کې  له نارینو سره یو ځای  د همت ملاوې تړلي  او همدغه  شان زړورې او باتوره پاتې وي  او ان کله خوهم د( تامیروس )  یا آغلې زرینې  په شان  یې د افغانانو د سترې امپراتورۍ  مشري هم په ښه شان ترسره کړې .که له مغولو او  انګرېز سره په مقابله کې د خپلو زړورو میندو او خویندو لکه  زرغونې انا ، ملالۍ  او نورو تل پاتې نومونه له ځان سره لرو ، همدا اوس هم په هېواد کې دننه او له هېواد نه د باندې داسې سر وړې او قدرمنې خویندې او میندې لرو چې نه یوازې د ملي خپلواکۍ چې د ملي کلتور ، ملي او تاریخي هویت ، او د ګران هېواد د بیا رغاونې په ستر کار کې بې جوړې دي .دوي حماسې جوړوي ، ویاړونه زېږوي او د نورو سترو وطني چارو تر څنګ د بېلا بېلو بېوزلیو او تنګ لاسیو سره سره سالم او منور اولادونه ټولنې ته روزي .
مېرمنې  زموږ د ټولنې نیمایي برخه ده  چې له بده مرغه په روان وخت  کې د هغوي  د هوسا او بسیا ژوند لپاره هېڅ یوې څانګې  عملي او ګټور ګام نه دی اخیستی .  که له  دې تېر شو چې په حکومت او پارلمان کې  یو شمېر نا مستعده  او بې تفاوته ښځې  یوازې په خپل فېشن شو لګیا دي ، په همدغه شان هېڅ نا دولتي  ارګان هم د ملیونونو افغاني ښځو له سترګو وانې اوښکې پاکې نه کړې  او دا دی ګورو چې  اوس هم زموږ دهېواد دغه مهمه برخه  په کړاونو کې ژوند کوي  ، هغوي ژاړي او کوکې وهي چې :

-  موږ او زموږ بچیان  له بمونو ، راکټونو او ځان مرګو بریدونو  بچ کړئ 
-  موږ د مور-  ماشوم د ساتنې عملي اقدامات غواړو، او د مهاجرت دا اور راباندې ودروئ 
- موږ ته ښوونځي او پو هنځي  جوړ کړئ  ،  او موږ ته د کار امکان برابر کړئ
-  نارینه دې زموږ د حق غوښتلو عارونه پرېږدي ، او موږ ته دې حق راکړل شي چې موږ خپل حقوق پخپله له غاصبو نارینو واخلو
- د خدای په لحاظ ایت اف ته ووایاست چې نیمه شپه او یو ناڅاپه زموږ په کورونو داړې را نه وړي
- که تاسو د مورنۍ ژبې دروغین شعارونه نه ورکوئ نو لطفا زموږ ماشومانو ته  په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې او کار امکان ورکړئ
- که تاسو د ښځو د شرف او عزت ساتندویان یاست ، نو لطفا ټول هغه دوکانونه وتړئ چې نن سبا په کابل کې پرانیستل شوي او د افغاني ښخو عزت  خرڅوي .د فساد دغه مرکزونه پخوا هېڅکله هم نه و .
- له ښځو سره تاو تریخوالی ، بد او زښت چلند  سخت دریځي او غیر اسلامي  آمرانه اعمال بند کړئ .
- په خپلو بدو کې  خپلې خویندې  په زوره مه ودوئ
-د ولور ظالم انه  دود بند کړئ او د یو ځانګړي فرمان له مخې  مرتکبین یې مجازات کړئ
-د هوس له مخې د ازواجو تعدد بند کړئ
دا او دې ته ورته غوښتنې په اوس وخت کې زموږ د افغاني خویندو او میندو  تر ټولو مهمې هیلې دي ، موږ پوره باور لرو  چې  که د ښځو له مسُلې سره په دموکراتیک او برابر شان چلند و نه شي ، دغه راز ربړې به موږ تر ډېره وګالو .
په دې هیله چې  زموږ دغه روا غوښتنې د یو سراسري حرکت بڼه غوره کړي ، له وخت نه په ګټې اخیستنې ، ددغې نېکم غه ورځې له امله  ټولو افغاني خویندو او میندو ته د خپلو مبارکیو  مراتب تجدیدوم .
په درناوۍ
په ډنما ک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب فیضیه ( هوسا )

کوپنهاګن – د ۲۰۰۸ کال د مارچ