دښځونړیواله ورځ دي ټولوښځوته مبارک وي خو!
دمارچ اتمه دښځودنړۍ والي ورځي يه ویاړهرکال دنړۍ په هرګوټ کي لمانځل کیږي په دغه ورځ دښځولوړمقام اوارزښ په ټولنه اوکورنیو کي ستایل کیږي . اودښځودښه ژوندانه
اودسوکالي لپاره تصمیمونه نیول کیږي.
خو
په هغه ټولنه کي چي ترشپېته فیصده لوړمیرمني یې بېسواده وي
،دمېرمنوسره زورزیاتی وي ،اوهغې ته دهغې دحق پیژندلواوحق ورکولولپاره ارزښ نه وي نوددې ورځي لمانځل به څه معنی
ولري؟ مافکرکوی چی دښځود ځان وژني اصلي لامل خپلي میرمني دي داځکه چی دوی خپل دمسؤلیتونوڅخه بې خبره دي
اودژوندوناخوالوته ناتواني اوبی صبره دي .خواوس مهال ظلم دښځوپه وړاندي دومره زیات سوی چي دقضاوت لپاره دهیچاسره دلیل اوبرهان نسته .
زموږدټولني هغه نارینه چی دښځودحق اوحقوقونه څخه
بیخبره دي اویاهم نه غواړي چی خبرسي خیر،خو زه ودې ته حیرانه یم چی هغه کسان چی باسواده عالمه اوهغه دخلکوخب
ه چي فرهنګیان هم دي خوبیاهم دډیرتاریکه فکرلرونکي دي .داپه دې معنی چي کله ددوی څخه پوښتنه وکړئ چی نظردې
دنجونودزده کړواودمېرمنوکاردکورنه بهر په هکله څه دی؟
نوسم دلاسه وایي، چي داخوډېره ښه خبره ده تحصیل او
وړي زده کړي نجلۍ او هلک نه لري دنارینه اوښځي ترمینځ هیڅ تفاوت نسته مګردمسؤلیتونوتوپیرسته نارینه دکورنۍ
دحلالي نفقې دلاسته راوړلومسؤلیت لري اوښځي بیادکوراوماشومانودسمبالولودنده په غاړه لري.همداډول ښځي اونا
ینه کولای سي چي اوږه په اوږه کاروکړي اودکورنۍ څرخ وڅرخوي او..........................
خوکله چي دشخصي ژوندا نه یې
خبر سي اویاهم وپوښتي نوبیاوایي چي زمانه خوښیږي چي زماخور میرمن اویاهم لوردي په کوم دفترکي کاروکړي اصلاً
ولي دکورنه بهرووځي ؟
ښځه دکورزینت ده نه دبهراوترڅوچي زه ژوندی یم زه به هرڅه
دکورنۍ غوښتني اواړتیاوي برابروم . داویونارینه ته بي غیرتي ده چی خور،لوراویاهم میرمن یی په دفترونوکي
دبیګانه خلکوسره کارووکړي .ټولنه خراپه ده، بې نذاکته اوبې علمه خلک ټوله ورځ په
سړکونواوبانډوکي ګرځي اودنجونودمزاحمت لامل ګرځي .
اوسل اوزرنورداسي دلایل چي ددوی له نظره سم دي
.
اوداسي کسان چي واقعاً هغه څه چي وایي هغه په عمل کي هم پیاده کوي ، ډیرکم دي .
نوبیاهم سوال دادی چی ولي نظرونه دومره توپیرلري؟
داچي په افغاني
ټولنه کي دښځو والی کم دی کیدای سي ډیرلاملونه ولري لکه دطالبانونظام اویوه اوږده موده دښځولري والی د ټو
نیزواړیکوڅخه،اوهمدارنګه دنارینوتاریک بینۍ ،بدګمانۍ،اویاهم دنارینوکم فهمۍ خپل
دمیرمني ،خوراویاهم لوردنه پیژندلواوباورنه لرولوعلت وي چي ښځي لاتراوسه خپل په ځان باورنه ل
ي.
خوشایددوخت په تیریدوسره فکرونه هم توپیرپیداکړي ټولنه هم دښځودقبلولولپاره چم
توسي.
نودداسي ورځي دلیدواویاهم راتلوپه هیله دامهمه نه ده چي موږوسو یانه ، خوکه راتلونکي نسل ته دازمینه مساعده سي چي خپل اسلامي حق اوازادۍ ولري
نودابه ډیرښه زیرئ وي .
دیوې داسي راتلونکي په هیله