ثانيه د وخت واحد ده او دقيقې ترې جوړيږي او د دقيقو مجم وعه ګړۍ (ساعت) په شپه او ورځ بدله شي ،همدا ډول له هغه څخه مياشتې او له مياشتو كال را مينځ ته شي او عمر له همغه واحد نه پيل اوڅوكلنوته ښايي وغځېږي. ځكه نو ويل كېږي چې بني آدم د شپو او ورځو مجموعه ده هر ورځ چې تېريږي د هغه د بدن يوه برخه بدله او له مينځه ځې. شپه او ورځ هر نوى شي زړوي اوهر لرې نېږدې كوي،عمرونه را ټولوي.
هى سبا او
بيګا ! تګ راتګ دې زوړ كړم
اوس چې بوډا شوم ځوا ني لرې را څخه ځينه
انسان عُمراوعمرد شپو ورځو ټولګۍ يو
امانت ده
زه خو پوه نشوم څومره تېراوڅومره پاتې ارمانجنه
ديوه امانت په توګه د وخت (عمر) ارزښت
پېژندل او د خپل توان په اندازه ټاكلي دندې په سمه توګه سر ته رسول زموږ مسئوليتونه دي، ځكه نو حضرت محمد رسول
الله صلى الله عليه وسلم موږ هڅوي اولار ښوونه يې كړې ده: (اللٰهم اِ ني اعوذ ُ مِن الهم والحزن و اعوذ ُبِك من ا
عجزوالكسل... )
ژباړه: اي خدايه! زه په تا سره دغمونو او سختيو په وړاندې پناه غواړم، او په تاسره پناه غواړم
د بي همتي او تنبلي څخه.
را ځۍ په تشو شعارونو خپل وخت ضايع نكړو او نوى كال د مسئوليتنو پېژندنې، دنيكيو تر س
ه كولو،د خداي دمخلوق په اړه د فكر كولو، د وطنوالو د سو كالي او وطن د آبادې مبارك كال وګڼو او په دې لار كې هڅې
وكړو،ددې هڅو او هاند په تر سر كولو بايد د كال په پاى كې يو بل ته مباركي ووايونه دكال په سر كې .
نوى كال مو د هڅو او بي اتفاقي د وركېدو كال شه.
مننه