دنوي كال دمباركۍ پيغام درته وړاندې كړم . . .؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17233
شمس
دخبریدو نیټه : 2008-03-19

دګران هېوادافغانستان لروپښتنوو وڼواوخويندواودنړۍ ټولومسلمانانوته دنوي كال مباركي وايم .
له لوى خداى څخه غواړم چې دغه نوى كال دافغانانواودنړۍ دمسلمانانوديووالي ،دظالمانوله منګولوڅخه دخلاصون،سوكالۍ ،ازادۍ ،نېكمرغۍ ،بريا يتبونواورنګينيوكال شي .
ګرانو ! دغه لنډټكي زمالخواپه ډېرڅه ومنۍ ،ځكه ! كله چې مادغه ټكي وليكل نوفكركې مې وكړچې دزړه اوازمې په توريوكې څرګندكړاوهغه څه مې پكې راغونډكړل چې ښايي هرټكي يې زښتې ډېرې چيغې
په ماناوي اندازكې ولري . . . لدې امله مې دخپل كمپيوترسكرين دهغواوښكوله امله سم نه ليدچې په سترګوكې مې راغونډې شوې وې  .


پسرليه پسرليه .
داستاخوښه ده چې خامخارادرومې
خوزموږ كلي كې نوم هم دبڼ نشته
نيلوفرنشته،رام بېل اوچندڼ نشته
دا لاپرېږده  پسرليه
نورې نورې ډېرې واوره
سردې ډېرورباندې نه خوږوم ګله
ځكه زماكيسه نړۍ ته ده مالومه
نو!
تابه څنګه اوپه كوم دودسره لمانځو
دسندروسُرموڅه چې ،هم ژڼكي داټن نشته
زموږځمكې بارودي رنګ دى اخستى
پدې ځمكه ګلان كله راشنه كيږي
دالامل دى ،دموچيوهم زڼ نشته
موږته ډېروخت لاپكاردى
چې داځمكه ځان په ورو،ورو
دګلونوټوكولوته تياركړي
ماشومان چې شي ژڼي
هغه نورماشومان راوړي
خدايزده بيابه هم تياراوكه به نشو
ستالمانځنې ته سپرليه !