د پاکستان د حاکم ائتلاف "پيپلز " او او "مسليم ليګ ن" گوند مشران غواړي ډير ژر له پاکستاني طالبانو سره خبري اتري پيل کړي .دا ټکی د نيويارک ټايمز ورځپاڼي په خپله ننۍ گڼه کې خپور کړی دی .له ورځپاڼي سره په مرکه کې د پاکستان د خلکو د گوند مشر" آصف ع ی زرداري" او پخواني لومړي وزير" نواز شريف" ويلي چې په خپل هيواد کې به د خونړيو بريدونو د مخ نيوي په برخه کې ه سخت دريځو طالبانو سره خبري پيل کړو خو د هغوي پر وړاندې به د پوځي ځواک کارول وروستۍ لار وي .ټاکل وي چې د پاکستان حاکم گوند ( خلکوگوند) نن خپل لومړی وزير وټاکي .