سټون هينج Stonehenge (ع .ن .ریشاء)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17289
عبدالناصر-ريشاء
دخبریدو نیټه : 2008-03-23

(سټون هینج) د انګلستان په ویلشیر کي د نړۍ دماقبل تا یخ يو له هغو مشهورو يادګارونو څخه دئ چي د جوړېدلو  زمانه یې  له ۳۰۰۰ق.م څخه تر ۱۶۰۰ ق.م پوري اټکل سوی ده . يعني دا ځای تقریباٌ د مصر د اهراماتو  همزولی دئ .  
په سټون هینج کي لوی لوی ډبري په دائره وي کل سره ولاړي دي او ځيني يې د نورو پر سر ايښول سوي دي . د لرغون پوهانو په نېزد دا  ډبري د ډيرو ليریو سيمو څ خه تر  ډیرو  رودونو او میدانو  په ډېر وخت او خوارۍ را تيري سوي او بيا دلته په خورا زحمت اوحکمت ځای پر ځای  سوي دي. د دې لپاره چي دا ابیجي  ټيږي پر مځکه ښه تکيه سي نو د ښکرنو او هډوکو په مرسته ژوري کندي ورته کيندل سوي دي .  
لرغون پوهان په دې عقیده دي چي دا ډبري ۲۲۰۰ ق.م ته نیزدې  دلته درول سوي دي او د اوخوا شېله  کېدای سي واردواره لا په ۳۱۰۰ ق.م کي ورته جوړه سوې وي.
د دې ځای د جوړولو اصلي هدف تر اوسه وچاته سم ندئ څرګند ، خو دا ګمان کيږي چي ښايي دا  لمر ته دعبادت ځای و، يا به د کومي ستري نجومي جنترۍ یوه ب خه وي. خو په هر حالت  د ا ځاي سړي ته د ډبري او ژړو(برونزو) د عصر یاد  ورتازه کوي .