د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17313
محمد طاهر كاڼى
دخبریدو نیټه : 2008-03-25

په ډيري خواشينۍ سره مو خبر واخيست چې، د هېواد تكړه ټولنيز ، پوهنيز او سياسي شخصيت ، د كابل پوليتخنيك انستيتوت پخوانى استاد او د قومونو او قبايلو چارو وزارت پخوانى مرستيال وزير دوكتور شاه زار لېوال له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې كړې.                              &nb sp;                                    انالله وانا اليه راجعون


    موږ د خداى بخښلي شاه زار لېوال مړينه د هېواد پوهنيزو ، ټولنيزو او هېوادپالو كړيو لپاره يوه نه جبرانېدونكې ضايعه او د دوى د مړينې په وير كې ځانونه شريك بولو. موږ د دوى درنې كورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او ملګرو ته د زړه صبر ، تسكين او ارواښاد ته د لوى څښتن تعالى په دربار كې د جنتونو غوښتونكى يو .

د ماسكو راډيو د افغانستان د څانګې كاركوونكي
دوكتور شاه م حمود نېك ، دوكتور عبدالعليم ميرازى ، محمد طاهر كاڼى ، علاوالدين پويه ګر ، مهوش پويه ګر او خالده زيارمل.