موږ دکوچیانو ملاټر کوو اوباندني مذدوران غندو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17392

دخبریدو نیټه : 2008-03-31

د  کوچيانو سره د امريکا په مرکزي کليفورنيا کې د لوی افغان ټولنې د ملاتړ پېغام

مونږ د لوی افغان  د ټولنې مشرتابه او ټولې څانګې او غړي په کابل ښار کې د ځېنو باندنيو  مذدورو حلقو  لاريون چې د دې هېواد د بومي هستوګنو يعنې کوچيانو په وړاندې ېي تر سره کړې په کلکه غندو ، او دوی   ته دا توسعه کوو چې دتاريخي شواهدو په اساس خپل مؤقف  او د هېواد د بومي هستوګنو د مؤقف او حقوقو  په اړه خپلې علمي څېړنې او معلومات ځيات او پاملرنه وکړي ، او د هېواد عيني او ذهني شرائط په نظر کې ونيسي او د پردو په لمسون  د افغان د جونګړې د بيا خرابولو هڅې بندې کړي٠ او د داسې غير مسؤلانه لاريون مسؤلانو ته په ګوته کوي چې د  دې اقدام د هر ډول عواقبو مسؤليت د دوی په غاړه دی او  بس٠
د يادونې وړ ده چې  داسې لاريونونه نه يواځې د هېواد د ورونو قومونو تر مينځ دشخړو او جګړو لامل ګ ځي بلکه د باندينو هېوادونو  شومو اهدافو   لپاره لاره اواروي او  زمونړ  د ټپي هېواد په زخم ونو  بل ټپ ور ځياتوي٠
مونږ د لوی افغان ټولنې  مشرتابه او ټول غړي يو ځل بيا  داسې غير مسؤلانه اقدام غندو او خپل ملاتړ د افغان کوچيانو سره اعلاموو ٠همداشان د هېواد د مشر تابه څخه دا غوښتنه کوو چې د قانون په ڼا کې داسې بې بندوباره شر اچونکي په قانوني ډول مجازات کړي٠   

تل د وي افغانستان           ژوندی او سر لوړۍ د وي افغان ملت