په زابل کې لومړۍ مجله (شنه پاڼه) له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17461
عزت الله اميد
دخبریدو نیټه : 2008-04-05

 

له زابله لومړۍ ټولنيزه او ادبي مهالنۍ مجله  شنه پاڼه تازه له چاپه راووته.

د مجلې مسول مدير ځوان او تنکى شاعر هارون حکيمي او مرستيالان يې عبدالخالق او ايمل اميدي دي.

په شنه پاڼه کې د ښاغلي عبدالغفور لېوال، موسکا اندړ، نورالح بيب نثار،  هاشم عميد، صفيه رسولي، صديق الله بدر، اياز ترنک، اجمل سوله مل، شريف الله شريف، عبدالخالق، خالد نجيم، وفا سمندر، هارون حکيمي... ليکنې راغلي دي.

شنه پاڼه په ولايتونو او بهر کې له خپلو استازو او مسولينو څخه ترلاسه کولاى شئ.

شنې پاڼې ته خپلې ليکنې، نظرونه او وړانديزنه په دې پته راوليږئ!

shnapana@gmail.com