كندهار: د ګل آغا شيرزي په ملاتړ د غونډي اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17559

دخبریدو نیټه : 2008-04-09


سې شنبه، د حمل ۲۰مه
د كندهار د كانټينيټل هوټل د غونډو په تالا كي د كندهار د ګڼ شمېر روڼ اندو، يو شمېر قومي سپين ږيرو، د ځوانانو استازو، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، د اصنافو وكيلانو او د بېلا بېلو ټولنو د مشرانو او نماينده ګانو له لوري يو ه غونډه جوړه شوه.
غونډه چي د قرانكريم په تلاوت پيل شوه، مشر يې استاد حيات الله رفيقي، مېلمانه يې مدير اسدالله هم پا او حاجي نصرالله زهير وو.
د پيل خبري د ولايتي شورا غړي بسم الله افغانمل وكړې او د ويندويي چاري د ښاغلي واصل حسنيار تر غاړه وې.
د نوموړي غونډي موضوع د رواني مياشتي پر ۱۸مه نېټه د يكشنبې په ورځ د هيواد د لوى څا نوال ښاغلي عبدالجبار ثابت هغه څرګندوني وې، چي د ننګرهار د والي او سلاكار وزير ګل آغا شيرزي په اړه يې كړي وې، د غوڼدي ګډونوالو يو په بل پسې د ښاغلي ثابت څرګندوني په كلكه وغندلې او په لاندنيو كرښو كي يې خپل پرېكړه يك خپور كړ.

لومړى: د هيواد لوى څارنوال ښاغلى عبدالجبار ثابت دي د ښاغلي شيرزي په اړه خپلي ټولي ناسمي څرګندوني بيرته واخلي.
دوهم: ښاغلى ثابت بايد د ښاغلي شيرزي پر كارونو او خدمتونو سترګي پټي نكړي او د هغه خدمتونه بايد وستايي.
دريم: د كندهار خلك په هيڅ صورت د چا سپكاوى نه غواړي، ځكه نو زموږ د مشرانو سپكاوى بايد ونسي.
څلورم: موږ د خپلو مشرانو، په ځانګړې توګه د ښاغلي شيرزي د كارونو او خدمتونو ستاينه كوو او له هغه څخه په يوه خوله خپل ملاتړ كوو.
پنځم: كه د څارنوال صاحب اصلي هدف له چا سره حساب كول وي، نو هغه كسان چي په څرګنده ورته ګواښونه كوي او د زرګونو خلګو په وژلو تورن دي هغوى دي تر لاس ونيسي او محكمې ته دي يې وسپا ي.
شپږم: د هيواد لوى څارنوال صاحب كه د شيرزي په اړه خپلي كړي خبري وانخلي او بيا يې تكرار كړي، نو د كندهار خلګ به په لاريون لاس پوري كړي.
اووم: د هيواد د جمهوري رياست له مقام څخه غوښتنه كوو، چي د ښاغلي شيرزي د كړنو او خدمتونو په اړه يو سيمينار جوړ كړي.

په درناوي