ملي مشاعره جوړيږي (خبرتيا)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17620

دخبریدو نیټه : 2008-04-12

 

د ملې مشاعرې پښتو اعلان

له نیکه مرغه زمونږ سوځیدلی او هېرهیواد ا فغانستان، د نړۍ د۱۰۰هیوادونو په ډله کې، د باکیفیته ښوونې او وزنې د نړیوال کمپاین غړیتوب په روان ۲۰۰۸کال کې تر لاسه کړ. «په نړۍ کې د ستر لوست» کمپاین، د ښوونې او روزنې د  ودي په چاره کې د اړوندو سازمانونو(سی.ایچ.ای- دی.ایچ.اس.ای- اس.ام.او او ای.ام.ام.سی) لخوا د اپریل له ۲۱مې تر ۲۸مې (دغوایی له دویمې تر نهمې) په لاره اچول کیږي.
دغه سازمانونه د«په نړۍ کې د سترلوست» په ویاړ، د باکیفیته معارف  په نامه، ملی او سرا سري مشاعره، د یوې ازادې او ملي سیالۍ په بڼه جوړوي.
• د شعرونو کتنه او ارزونه د استازانو او فرهنګیانو د یوې ډلې لخوا ترسره کیږي.
• ترټولو غوره موضوعي شعرونو او نظم ونوته جایزې ورکول کیږي.
• ترټولو غوره لس شعرونه ددغه کمپاین په لویه غونډه کې د ویناوالو لخوا لوستل کیږي.
• ټول شعرونه په یوه جلا ټولګه کې چاپیږي.
مینه وال او علاقمندان دي د(باکیفیته معارف او د بیوزلۍ د ورکولو)پرموضوع خپل لیکلي شعرونه او نظمونه او دغه راز خپل ادرسونه او د تیلیفون شمېرې د غوایي  د میاشتي تر لومړۍ نیټې پورې په دغو پتو  راولیږي:
 دریمه کارته، سورپل، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سړک، ښي لاس ته لومړۍ کوڅه، (۴۷)لمبرکور د صبانشراتی مرکز د فرهنګ دیپارتمنت.
 پست بکس (۴۷۵)شمیره.
ایمیلونه او د تليفون شمېرې:
ahilamanghaznawi@yahoo.com
0799866286
anwarwafa6@yahoo.com
 0799403869
 0799576762
0700217012

                             &nb sp;                                                               &nb sp;                                                  صبانشراتی مرکز