د سپرغۍ ادبي او ټولنيزې مجلې اوومه ګڼه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17703
عزت الله اميد
دخبریدو نیټه : 2008-04-16

 

ناپېيلې ادبي او ټولنيزه م ياشتنۍ مجله (سپرغۍ) له چاپه راووته،  د سپرغۍ اوومه يانې د وري د مياشتې ګڼه د يو لړ ښکليو او په زړه پورو يکنو او شعرونو سره بازار ته راغله.
د سپرغۍ په دې ګڼه کې پر سرليکنه سربېره، د انساني ورور ولي،په سيمه او چاپيريال کې د جرګو اهميت،کوکنار حرام او شراب،د ځان وژونکي پاى، موبايل او طالبان،پيودر دستايوسکي،هڅه، د کونړ ازاده سينده، ما د کونړ سينده له ځار کړي او نورو سرليکونو لاندې ليکنې راغلي.
په دې ګڼه کې د کونړ سيند م شاعرې د بشپړو راپورنو تر څنګ د سولې کاروان له مشر حاجي ظاهر قدير سره يوه مرکه هم راغلې چې له نوموړي سره يې د هغه او ملګرو له خوا  د سولې د پيل شوي کاروان په اړه خبرې کړي.
که غواړئ تاسو هم په سپرغۍ کې خپلې ليکنې چاپ کړئ نو په دې پته يې ور ولېږئ:
sparghy_mag@yahoo.com