د مرغومي ١ ، ١٣٨٣
کابل : په کابل ، کندهار او هلمند کې فرهنګي کړيو د ارواښاد استاد رښتين د ميرمن په مړينه خپله خواشيني ښوولې ده .
ميرمن رښتين د ٧٥ کلونو په عمر تېره اوونۍ په حق ورسيده او د استاد زيارت ته نژدې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه .
د خواخوږۍ په پيغام کې راغلي چې د استاد رښتين د ميرمن په مړينه د وير ټغر ويړ دی . د استاد اولادونو ته صبر او اجر غواړو .