د فضل الرحمان څمکني په هکله د خواخوږۍ پيغامونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17915

دخبریدو نیټه : 2008-04-28


د پكتيا د والي د خواخوږۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه كړ چې د تېرې ورځې په شرميدلې پيښه كې د پكتيا ولايت دوه تنه د ملت استازې فضل الرحمن څمكنۍ او داوود ځاځۍ ټپيان شول چې وروسته د هغو ټپونو له امله فضل الرحمن څمكنۍ ومړ.
مونږ د فضل الرحمن څمكنې مړينه يوه نه هيريدونكې ضايعه دګران هيواد افغانستان او په ځانګړې توګه د لوي پكتيا لپاره بو و ، ده ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د پاك رب له دربار څخه د جميل صبر غوښتونكې يو.

اناالله و انا اليه راجعون

الحاج جمعه خان همدرد
سلا كار وزير او  دپكتيا والي