په زړه پورې مالومات (دويمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17922
خاطره اسحاقزۍ
دخبریدو نیټه : 2008-04-28

 

1- په قرانکريم کې د ساينس په اړه 756 ايتونه راغلې دي.
2- کعبه  شريفه له ځمکې 9 ګزه لوړه ده.
3- کعبه شريفه هر کال دوه ځلې مينځل کيږي .
4- صابون حض ت صالح (ع) جوړ کړ.
5- زيتون لومړنۍ ونه ده چې نوح (ع) د ټوپان وروسته راوغوړيده.
6- له بيرغ څخه استفاده د محمد (ص) له وخته راپيل شوي ده.
7- هجري کال د لومړي ځل لپاره حضرت عمر وکاراوه.
8- يو انسان خپل د عمر په اوږدو کې سل کاله خوب کوي.
9- د انسان د مړينې وروسته د هغه غوږونه له يوه ساعت لپاره ژوندي وي.
10- يخچال په 1850 زيږديز کال کې د امريکا په متحد ايلاتونو کې الکساندر ټوننګ جوړ کړ.
11- سپوږمۍ د يوه کال په اوږدو کې 13 ځله پر ځمکه څرخې.
12- لمر په يوه ثانيه کې څلور ميليونه ټنه هايدروجن سوځوي.
13- په فرانسه کې هر کال 15000 ټنه ژاولې ژول کيږ ې.
14- د نړۍ تر ټولو ستره ونه د امريکا په نشنل پارک ده چې په اورلګيت بدله شي د نړۍ ټولو وګړو ته به يو يو ورورسيږې.
15- په مصر کې يو ګرځنده جومات دی چې په يوه بيړۍ کې جوړ شوی دی.
16- د نړۍ تر ټولو ستر ځنګل په سايبريا کې دی.
17- د نړۍ تر ټولو ستر روغتون په امريکا کې دی.
18- د لومړي ځل لپاره لومړنۍ بانک په ايټاليا کې پرانيستل شو.
19 د نړۍ تر ټولو ستر موزيم (برټش ) موزيم دی.
20- د انسان زړه د ورځې له 1000 څخه تر 1500 ګيلنو پورې وينه پمپوي.