د هر اړخيزې مجلې (افاق) ديارلسمه ګڼه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18001

دخبریدو نیټه : 2008-05-02

 


دناپېيلې هر اړخيزې خپرونې آفاق نوې ګڼه ( دويم خپ نيز کال،لومړۍ،پرله پسې ديارلسمه، ثور ۱۳۸۷/ می ۲۰۰۸) په ښه صحافت او رنګه پښتۍ په ۴۸ مخونو کې چاپ شوې.
دپښتۍ په لومړي مخ دپښتونخوا په ايالتي اسامبله کې د عوامي نېشنل ګوند دغړې آغلې شګفته ملک انځور ليدل کېږي چې  دسيمې په روانو حالاتو ورسره تفصيلي مرکه شوې.
دتل په شان دمنځ  څلور مخونه په رنګه آرټ پېپر چاپ شوي، چې په لوم ړنيو دوو مخونو کې په کونړ کې په لومړي ځل د ترسره شوې دکونړ سيند مشاعرې په اړه دښاغلي نعمت الله کرياب په زړه پورې او معلوماتي ليکنه او په دوو نورو هغو کې د آغلې شګفته ملک مرکه چاپ شوې.
په نورو پاڼو کې دښاغليو قدوسي س ېمانخېل،عبدالهادي حيران،ذ. شفق،زمه وال،اخونزاده ساپي، صالح محمد صالح،ظفر کريمي،نذير احمد سهار،عثمان م نصور انصاري،شريف بهاند،حميدالله محمد شاه او نورو درنو ليکوالو په زړه پورې سياسي،علمي، ادبي او هر اړخيزې ليکنې چاپ شوې.
آفاق » ستا خبرې دسندرو سرنامې دي » تر سرليک لاندې غزلې او په بله پاڼه کې د ماشومانو لپاره يوه کيسه هم چاپ کړې.

دامتيار څښتن : م.ا.توحيديار
مسوول مدير : مجيب الرحمان انګار

مينه وال يې له دغو پتو ترلاسه کولای شي :
کابل : دانش کتاب پلورنځی،دپخته فروشۍ کوڅه.
کندهار : دسید احمد قانع کتاب پلورنځی.
جلال اباد : مجيد مومند کتاب پلورنځی.
پېښور : يونيورسټي بک ايجنسي او هر اخبار پلورنځی.
دب ېښناليک پته :afaq_no1@yahoo.com