دا د انقرې په ښار کې د زېږېدلي نوميالي ليکوال
عدنان اُکتار- چي قلمي نوم يې هارون يحيى دى- يو معلوماتي اثر دى، چي د پښتو ژبې نوميالي ليکوال او ژباړونکي
ښاغلي عبدالمالک همت په سوچه او روانه پښتو ژباړلى او په دې وروستيو کې په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا د
زرو ټوکو په شمېره، په دوه سوه، پينځه څلوېښتو مخونو کې چاپ شوى او خپور شوى دى. په دې اثر کې د اسلامي تاريخ په
اوږدو کې د ځينو هغو ولسونو او ځايونو په هکله لنډې څرګندونې شوي، چي د پوپنا کېدو يادونې يې په قرآن کريم کې راغلې
دي.