۰۵ـ۰۵ـ۲۰۰۸ زېرى زېرى زېرى
د گران افغانستان پلازمېنې كابل ته دځورېدلو پښتنود يوالي لپاره د پښتنولمړنۍ جرگه رابلل شوې
ده
محمدامين بســــمل
په ماگرانوځورېدلو افغانانو!
تاسوته زېرى دركوم چې پښتانه د يوكېدو په حال كې دي
دهمدې منظور لپاره د روان كال د غويي دمياشتې په ۱۹ نېټه چې د مى د مياشتې له اتمې نېټې سره برابره ده د پښتنو يوه
لويه غونډه پـلازمېنې كابل ته رابلل شوې ده چې، د لـويې جرگې په كېږدۍ كې به غونډه وكړي د گـــران هېواد له هر گو
څخه ورته د څلورو زرو په شاوخوا كې پښـــــتانه رابلل شوي دي همداراز له بهر څخه هم زموږ پښـتانه وربلل شوي
دي چې ښاغلى ډاكتر صاحب رستار تركى يې هم په مينځ پكې دى غونډه په لمړي گام كې د پښتنو پيوستون راولي اوپه دوهم
گام كې افغان دولت او نړيواله ټولـنه دې ته هڅوي چې نورنو دجگړې لاره پرېږدي په جگړه كې په لوى لاس صرف پښتانه وژل
كېږي نوځكه خوبايد ژرتر ژره د ســـولې لاره ونيوه شي تر څو په هېواد اوسيمه كې وگړي په ارام ډول ژونـد
وكړي
يادونـــــــه:
نوموړې غونډه د موسسينو دشورا له خوا رابلل شوې ده، په نوموړې شورا كې ۵۱ يو پېنځوس
كسان گـډون لري چې د لـويې پكـتيا سناتور ښاغلى باختر امين زى يې مشري په غاړه لري .
خدايه پښتون يوكړې
امين
په ډېر د
نښت
محمدامين بســـمل