دهلمندڅپانده سيند مشاعره جوړيږي .
دهلمندولايت داطلاعات اوكلتور رياست په پام كې لري چې دهلمند څپانده سيند په نوم يوه پراخه مشاعره جوړه كړي .
په دغه مشاعره كې به دافغانستان سربيره دګاونډي پاكستان دپښتني سيمو كويټي اوپېښور څخه هم د انه شاعران اوليكوالان ګډون ولري .
دغه مشاعره به دروان لمريز كال دثور غوايي دمياشتي پر۲۶ نيټه چې دپنجشنبې له ورځي سره برابريږي په لښكرګاه ښاركې په شانداره ډول جوړه شي .
دهېواد په دننه اوبهركې له ټولو درنو ليكوالو څخه هيله كيږي چې په دغه مشاعره كې له موږ سره ګډون وكړي .
ومشاعرې ته د اغلو ټولو ميلمنو دتګ راتګ ، دډوډۍ اوداوسيدو دځاي لګښت په پام كې نيول شويدي .
په درناوي
الحاج محمدګلاب منګل
دهلمندوالي