خبرتيا:
لوگر:پنځلس ورځنۍ" هسک" چاپ شوه.
د
وگر له مرکز پل علم نه خپرېدونکې دغه خپلواکه سياسي، کلتوري او ټولنيزه خپرونه په څلورو مخونو کې په پښتو،
دري او انگليسي ژبو چاپېږي او د لوگر ترڅنگ په کابل او د هيواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې وېشل کېږي.
د خپرونې
د امتياز خاوند او مسئول مدير حقمل ستانکزى دى. د هسک د لومړۍ گڼې په سرمقاله کې راغلي چې دغه خپرونه د لوگر د خ
کو د کلتوري او پوهنيز بهير د گړندي کولو او په دغه ولايت کې د اداري فساد د مخنيوي په موخه پيل شوې او ټول
هيوادوال يې بايد ملاوتړي.
ددې ترڅنگ هسک په خپله لومړۍ گڼه کې چې په ښکلې بڼه چاپ شوې د افغانستان راتلونکو
ټاکنو، د غوايي د اوومې کودتا او په لوگر کې د ښوونې او روزنې بهير ته کتنه کړې ده.
درانه ليکوال او لوستونکي
ددغې خپرونې په اړه خپل وړانديزونه، ليکنې او نيوکې د هسک په برېښنا ليک را استولاى شي.
د برېښنا ليک پته: hasklogar@gmail.com