(پښتولنډۍ) له اردو زياتونې سره بيا چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18133
حكمت سروش
دخبریدو نیټه : 2008-05-08

 

د پښتو لنډيو غورچاڼ له دري او انګليسي ژبو سره چې د استاد عبدالروف بېنواپه زيار  په ۱۳۳۷ كال كې چاپ شوى و، د دانش خپروندويه ټولنې د كابل څانګې (اسد دانش مطبعې) له خوا د اردو ژباړې سره يو ځل بيا چاپ شو.
د دې لنډيو اردو ژباړه د تاج الدين عاجز زاوه وال له خوا ترسره شوې، او بايد ووايو چې دا ارزښتمن اثر په كندوز كې د ريدي ګل مشاعرې په وياړ چاپ شوى دى.
د يادونې وړ ده چې دا كتاب له نورو پښتو كتابونو  څخه ځانګړى ، پر لوړ كاغذ او له ښكلو انځورونو سره  د م ينوالو تر لاسونو رسيږي.
دا كتاب په پيښور كې  د دانش خپرندويه ټولنې له كتابپلورنځي، او په هېواد كې د دې ټولنې له استازيو او نمايندګيو څخه تر لاسه كولاى شئ.

پته:
كلوله پشته، د څلورمې حوزې څلور لارى، مروا يد هوټل ته مخامخ، ملي ماركيټ، كابل
برېښناليك:
danish2k2000@yahoo.com