د ولس هيلې درې پنځوسمه ګڼه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18194
م.جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-05-11

 

             دولس هيلې اوونيزې درې پنځوسمه ګڼه په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين، په دوورنګوونو،تازه له چاپه راووته.په نوموړې اوونيزه کې پرسرليکنه سربېره  بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب  راغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى شي.

      په دې ګڼه کې په خپله دغومبسو ځالې ته لاس وروړو ، ترسرليک لاندې سرمقاله ،په افغانستان کې دژبوسياست او ملي ترمينالوجي ،دپښتنو اصل او نسب ،زور واکي دولسواکۍ په چوپړکې ، دښې زدکړې په مورد نظر يات،دژاولو زيات ژوول معدې ته زيان لري ،په لندن کې دکعبې شريفې کيلي په ١٨ مليونه وپلورل شوه ،هندۍ مور په خپله عجيب الخلقه لور سوداګري کوي ، دباليوډوتلې ستورې مادوري،دادب مرغلرې ( ټوكې ،شعرونه،متلونه،مينه په انټرنېټ کې، ښويېدلې اوښکه لنډه کيسه ، د محمد ص په هكله مالومات ، ديوه ځوان شاعر معرفي، لنډخبرونه او رپوټونه په بې ا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي .

       موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره م ينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ شوې درې پنځوسمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه درکوو  او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره شعرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول  مطالب، چې دلوستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راولېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې ه لارې ستاسو نظريات پرخوست سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو ولايتونو لوستونكو ته هم ورسوو.

       درانه مينه وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې  ايمېل ادرسونو اولېږي:               

                              &nbs p;  besmillahhaqmal@yahoo.com

                              &nbs p;       wolas_hela@yahoo.com

                              &nbs p;       fazalyar_4@yahoo.com


دامتيازخاوند او مسؤول چلوونكى : څېړونكى بسم الله حقمل

مرستيال : محمدشاه فضل يار.


اړيكې : ۰۷۹۹۴۴۵۳۰۰

              ۰۷۰۰۹۲۷۲۸۲