د ارواښاد محمد قدير ببرک دجنازی او فاتحې خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18196
م.جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-05-11

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دمۍ د میاشتی پر اتمه نیټه د جمعی په شپه د هیواد دختیځ زون پخوانی ریس ،څارنوال محمد قدیر، مشهور په ببرک په هالنډ کې د ورپیښی شوی ناروغۍ له امله د شپیتو کالو په عمر لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .روح دی ښاد وی.
انا لله و انا اليه راجعون

په دې وسیله ټولو خپلوانو، ملګرواودوستانوته خبر ورکول کیږي چې د ا واښاد څارنوال محمد قدیر« ببرک» د جنازی لمونځ په (12.05.2008) نيټه د دوشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو اداکیږی. دجنازی لمونځ د ادا کولو وروسته په همدی ورځ په (12.05.2008) نيټه د دوشنبې په ورځ د (ښځو او نارینه) فاتحه د سهار له یو لسو بجو ((11Uhr څخه تر یوی بجی((13Uhr پورې د جرمنی د هورت (Hürth) په ښار کې کې دحاجی فضل لرحمن شـیـر دکورنۍ له خوا په اندى پته اخستل کيږى.