پيمان ورځپاڼه د دروغو کڅوړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18197

دخبریدو نیټه : 2008-05-11

پيمان ورځپاڼې چې بدبختانه يې په ځان پسې د ملي کلمه هم يو ځاى کړې ده د اونيزې له پيله د ورځپاڼې تر رسيدو پورې يې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پسې له خپلې چټلې کڅوړې دومره د دروغو غونډارې ويشتلي چې زه يې ددې ته اړ کړم چې يو څه پرې وليکم پيمان هره ورځ د وزير په آدرس له همغه پخوانيو کينو او تعصبونو ډک او دروغ خبرونه خپروي يوه ورځ د بيان په آزادۍ يوه ورځ په يو نامه او بل نامه روزنامه نه ده خرم ته بيخي کنځل نامه ګرځيدلې زما وړانديز دغه په کنځل نامه مصروفو کسانو ته دا دى چې په خرم ځان مه ستړى کوى که مو کنځاوو نتيجه ورکولاى دوه کاله وړاندې به يې ورکړې وه اوس کريم خرم د کرزي په کابينه کې يو ځليدلى او ستاسو په واسطه يو ښه ملي او مشهور شخصيت شوى دى نوموړى زما په باور له هغه ډارنو وزيرانو څخه هم نه دى چې ستاسو په پښو ترپولو وويريږي ما تيره ورځ د ملي ټلويزيون له وياند فيضي ځدران نه وپوښتل چې په رښتيا نوموړى له دندى ګوښه شوى نوموړي وويل زه له دندى ګوښه نه يم په خپل ځاى يم يواځې د خبرونو د ويلو نوبت مې اوږد شوى خو د جبهه ملي مطبوعات زما له خولې غلط غلط رپوټونه خپروي چې ځانته سياسي او شخصي اجنډاوې لري دغه راز د نن په ګڼه کې د حليم تنوير له خولې ويل شوي چې د کلتور وزير ماته د مولانا په ګفتمان کې د نه ګډون په اړه وويل که په ګفتمان کې ګډون وکړې له دندې به ګوښه شي خو حليم تنوير په شدت د کنځل نامې دغه خبر ردوي او وايي چې زه په خپله خوښه د مولانا ګفتمان ته نه يم تللى او نه يې علاقمند وم په آخر کې د کنځل نامې درنو چلوونکو ته وايم چې د ژورناليزم د اصولو په چوکاټ کې له خپل دښمن سره مبارزه وکړى که نه هميش به همداسې ماتې خوړلي وى .

                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;       صابر هلال د حقوقو د پوهنځى د دريم کال محصل