د تندې مجلې نوې ګڼه پر ليكه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1821

دخبریدو نیټه : 2004-12-27

تنده، په كندهار كې د هېواد كلتور او ادبي ټولنې دوې مياشتنۍ مجله ده، چې پرله پسې درېيمه او څلورمه (غبرګه) ګڼه يې په دې وروستيو كې چاپ شوې ده، چې مسوول مدير يې تاج محمد تابع دى او د هېواد ټولنې مشر واصل حسنيار دى، چې دا ټولنه د تندې مجلې تر څنګ نور ادبي او كلتور كتابونه هم چاپ كړي او اوس هم بوخت دي خپلې فرهنګي چارې پرمخ بيايي. دا يې هم د لوستلو لپاره د انټرنټ پته:

 

www.benawa.com/rasanay/tanda