زېری :: په فراه کي د عناب ګل کلنۍ مشاعره جوړیږی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18221
محمد اسحاق شیوانی
دخبریدو نیټه : 2008-05-14

زړه ته راتیرو ملګرو د ادب او کلتور مینه والو
نیکي هیلي او سلامونه می ومنئ

دا یو څرګند حقیقت دی چي د افغان ادب پال ولس همیشه کوښښ ګړي دي چي خپل کلتور او ادب پرمخ بوزی که څه هم  په دې لاره کښي يي زیاتي  ستونزي هم ګاللي دي خو آرام نه دي پاته وي . د نورو کلتوري هڅو تر څنګ په ځینو ولایتونوکښي دودیزی او کلني مشاعري جوړیږي لکه  د نارنج ګل مشاعره په ننګرهارکښي ، د انارګل مشاعره په کندهارکښي  او نښتر په پکتیاکښي او نور...
 نو د دې لړي پر بنسټ فراهی ځوانانو او د خپل کلتور او ادب مینانو هوډ کړي چي د (عناب ګل ) تر سرلیک لاندي یوه مشاعره په فراه ولایت کښي جوړه کړي . د یادولووړ ده چي دا دوهم ځل دي چي په فراه ولایت کښي داسي یو مشاعره جوړيږي او کافی تجربه او کوم ځانګړي مالي مرستندویان او ملاتړي نشته ، نو ستاسو ګرانو ملګرو څخه په ډیره مینه هیله کیږي چي دسخاوت څخه کار واخلي او خپل وړاندیزونه، تجربي اوتخنیکي مشوري زمونږي څخه ونه سپموي .

هغه شاعران او لیکوالان چي غواړي په دغه مشاعره کښي ګډون وکړي، فراهي ځوانانو ته به يي ویاړ
بخښلي وي . ستاسو قدم زموږ لیمه
                                                                                         ښه په ډاډه زړګي راځی ملګرو
                                                                                         ست ګي په خپلو بڼو نه درنیږي


ځاي : د فراه ولایت
وخت : د ۱۳۸۷ کال د غوايي د میاشتي ۲۹ نيټه د یکشنبه و ځ

د نورور معلوماتو لپاره په لاندي پته اړیکه ونیسي

شمیره: 0799556770
بريښنالیک: hemat_shiwani@yahoo.com