ولسمشر حامد کرزي په خپل وروستي خپاره شوي ف مان کې په هغه سو استفاده کوونکو غږ کړى چې دده له نامه نه ناوړه استفاده کوي کرزي د ګڼ شمير نورو نه چليدونکو فرمانونو په لړ کې ويلي چې شته يو شمير کسان او کړۍ چې دده له نامه يا د جمهور رئيس د دفتر له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي ،د کرزي ددغه فرمان په اړه ډيرې تبصرې کيږي چې د کرزي هدف په دغه فرمان کې څوک دي جمهور رئيس ته نيږدې باوري سر چينې د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې د کرزي له نامه نه په دې وروستيو کې دده نوي وياند همايون حميد زاده او د وياند صاحب مرستيال سيامک هروي د ولسمشر له دفتر څخه او دده له نامه ناوړه ګټه اخيستې په يو شمير وزيرانو يې ځينې کارونه کړي چې ولسمشر پرې خبر نه دى دغه راز د ښاغلي جمهور ريئس د دفتر په شا او خوا کې يو شمير نور کسان هم شته چې دده له نامه ناوړه ګټه پورته کوي دا چې د ښاغلي جمهور رئيس دغه فرمان به څومره عملي بڼه غوره کړي دا به نو وخت ځواب ووايي .
&nbs p; & nbsp; &nbs p; & nbsp; محب خان