احمد ضيامسعود: سرشميرنه بايد په خپل وخت وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18318

دخبریدو نیټه : 2008-05-15

د ولسمشر حامد کرزي مرستيال او د افغان دولت مخالف احمد ضيا مسعود پرون د خپل کار په دفتر کې د سر شميرنې  د پروګرام له چلوونکو سره په خبرو کې وويل چې د سر شميرنه د کولو لپاره اوسنۍ پروسه په ښه توګه پر مخ روانه ده او په کار ده چې نوموړې پروسه په خپل وخت په ټول هيواد کې عملي شي مسعود په ډيرې خوښۍ او نرۍ موسکا ددغه پروګرام چلوونکو ته په خپلو خبرو کې وويل چې زه ستاسو له کاره راضي او د پروسې د زر عملي کيدو غوښتونکى يم .دا چې مسعود ددغه پروسې له نيمګړي کار نه څومره اضي او خوښ دى او ولى ؟ بس نو موږ او تاسو بايد ټول پوه شو خو متل دى چې وايي لمر په دوو ګوتو نه پټيږ ي.