فراه دي تل د عناب ګل په څېر وي!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18329
د كندهار فرهنګيانو لخوا
دخبریدو نیټه : 2008-05-16


د فراه مېړنيو او شاه زلميو!
د كندهار فرهنګيان مو په سلامونو او احترامونو لمانځي.
په لرغونې فراه كي د عناب ګل تر سرليك لاندي مشاعره زموږ ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د فراه د مېړنيو لپاره د وياړ او افتخار خبره ده. فراه د افغانستان هغه سيمه ده، چي د دې غيرتي ټاټوبي د وياړ شمله بلل كېږي، په دغه خاورينه سيمه كي داسي كلې تېري سوي دي چي درست هيواد يې په مبارزو او كا نامو فخر كوي. دلته د لرغوني افغانستان هر ډول بنسټونه ايښوول سوي دي، په دغه مېنه كي د زاړه افغانستان په باب تصميمونه او پرېكړي سوي دي، دلته له ځينو ودانيو څخه د زاړه تمدن څركونه معلومېږي، دغه مېنه چا ته د يوه لرغوني او متمدن ژوند تصور وړاندي كوي، دلته د سيستان زړې كارنامې لا تر اوسه د هيواد او سيمي د وګړو د خيال او فكر تياره ګوټونه روښانه كوي. كه څه هم د زمانې ناخوالو او د وخت مستبد مجبوريت د دغي نازولي مېني پر مخ د لحد خاو ي دوړولي دي او له هر راز سياسي او اجتماعي انارشيزم سره يې مخ كړې ده، خو بيا هم د عناب ګل مشاعرې په جوړولو س ه داسي محسوسېږي، چي د دغو نازولو خلكو په مټو كي لا د امير كروړ پهلوان زور او په دماغونو كي د خوشحال خان د فكر اور سته.
د كندهار ټول فرهنګيان په دې ډېر خوشحاله دي چي په دغه ولايت كي لا د شعر او هنر ډېوې مړې سوي نه دي او د زياترو خلكو ذوقونه هنر او شعر ته تږي دي او غواړي چي اوس د عناب ګل مشاعرې په پلمه خپل اذواق خړوب كاندي.
موږ تل درسره مله يو، خداى مو بريالي لره.

د خداى په امان

۲۸ د ثور ۱۳۸۷