خوشاله یم چې زموږ د ګران هېواد په
یوه بل ګوټ کې د افغاني فرهنګ پر سمسور چمن یو بل ګل ور اضافه کیږي. ګران محمد اسحق شیواني خبر را کړ چې د فراه په
ویاړلي ولایت کې د عناب ګل دودیزه مشاعره پیلوي او ددغه ولایت قدرمن شاعران او فرهنګیان په کې ګډون کوي.
دا
زیری په دې هم د زړه ور په خوشالۍپرانیزي چې زموږ دردمن او ځوریدلی ملت د جګړې، چاودنو او لمبو له منځه بیا هم د
خپلو زخمي مټو په منځ کې د فرهنګ سمسوره او څانګوره ونه لا شنه ساتي او روزي یې. په دې هم پوهېږم چې زموږ فراهي م
ګرو ته به هیڅ راز مادي معنوي امکان او ملاتړ نه وي حاصل او دغه مشاعره به هم دزړه په شومه او خپل عالي همت یا
هم د کوم فرهنګپال هېوادوال په مرسته جوړوي چې په همت یې آفرین شه.
له یو کال څخه اوړي چې پر افغاني فرهنګ مینو
یکوالو، ملي شخصیتونو او فرهنګي ټولنو مټې را بډوهلي او په ټول افغانستان کې د ادبي بهیرونو او فرهنګي ټولنو
په رامنځته کولو، همغږۍ او ودې کار کوي چې ددې کار له برکته تقریباً په ټول هېواد کې تر دوسوو زیادې فرهنګي ټولنې
امنځته شوي، ګڼ ادبي او فرهنګي محفلونه جوړ شوي او په لسګونو ټوکه کتابونه خپاره شوي دي. دادی پر دې ملي بهیر
زموږ فراهي هېوادوال هم ور ګډ شول او خدای وکړي ددوی دغه غونډې یوازې تر عناب ګل دودیزې مشاعرې محدودې پاتې نه شي
او موږ هلته د مهالنیو په زړه پورې ادبي – هنري غونډو او د ټولنو د جوړیدو شاهدان اوسو.
زه د افغان ادبي بهیر
– د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې، رشاد ادبي کره کتنې د قلم نړیوال انجمن او کابل میشتو افغاني فرهنګیانو په
استازیتوب د فراه فرهنګي بنسټونو او ددغې مشاعرې ټولو جوړونکو ته ددغه ارښتمن ګام د پورته کولو مبارکي
وایم.
او هیله لرم چې ژوند او اند مو د عناب د ښکلي ګل په څېر ښکلې او دامن له عطره ډک وي.
ستاسو ټولو پر شون
و دې د جنګونو د ګردونو پر ځای د فرهنګي ښیرازۍ ښکلې موسکا تل خوره وي.
آمین
ستاسو کشر
عبدا
غفور لېوال
کابل پوهنتون
۲۸/ثور/۱۳۸۷